جستجو
Close this search box.
جنگ یمن

د ملی مقاومت شورا په یمن کې د جګړې په پراخیدو او په پایله کې د مرګ ژوبلې له امله خواشیني او متأثره ده او د افغانستان خلکو د نړۍ تر بل هر ځای د جګړې او تباهۍ ترخه مزه خوړلې او د هغې له پایلو خبر دي.
د نړۍ د بل هر کونج په څېر په یمن کې هم جګړې ځانی او مالی زیانونه اړوی او په یمن او منځني ختیځ کې د جګړې دوام او پراخول د هېڅ هېواد په ګټه نه دي. غوره ده چې په هغه هېواد کې د روانې جګړې لاملونه له ډيپلوماټيکو او سوله ييزو لارو چارو وڅېړل شي او په دې توګه د زياتو ځاني او مالي زيانونو مخه ونيول شي.
د ملی مقاومت شورا له ملګرو ملتونو غوښتي چې د یمن اوسني روان وضعیت ته په کتو سره داسې اقدامات وکړي چې په هغه هېواد کې د سولې لامل شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟