د ۱۳۷۷ هجري لمريز کال د اسد په اوولسمه نېټه، د طالبانو ډلې د ځینو ګاونډیو هېوادونو په بې دریغه ملاتړ او د بهرنیو تروریستي ډلو په همکارۍ سره د مزار شریف ښار ته چې د افغانستان د ورونو قومونو د زغم او سوله ییز ګډ ژوند سمبول و، یرغل وکړ او د وروستیو کلونو په تر ټولو لوی قتل عام او بشري فاجعه یې لاس پورې کړ.
په معتبرو بشري حقونو او نړیوالو ادارو راپورونو کې د دې تاریخي جنایت قربانیان له اته زره کسانو چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي، تر دولس زره کسانو پورې یاد شوي دي. د درېو ورځو لپاره د عادي خلکو بې وقفه وژنه روانه وه او سړکونه د مړو ډک شوي وو. د فاجعې وروسته ورځو کې د ښار اوسیدونکي د جنازو د نامعلومو ځایونو ته د انتقال توان نه درلودل او د ښار له هرې خوا او له کوڅو او پس کوڅو څخه د وینو ویالې بهېدلې. د جهالت او جنایت سرلاري دې درې ورځې په ښکاره توګه د قتل عام او وژنو ورځې اعلان کړې وې او په دې توګه یې په خپل تور تاریخ کې یو له تر ټولو ناوړه بشری پیښه ثبت کړه.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د اسد د اوولسمې نېټې په رارسېدو ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول د شهیدانو پاتې کسانو ته تسلیت وايي او د ټولو بې ګناه قربانیانو یادونه ګرامي ګڼي. بې له شکه د اسد اوولسمه نه له یادونو وځي، نه له تاریخه محوه کیږي او نه د هغه لوی نسل وژنې دعاملانو له دوسیو پاکیږي.
په ډېره خواشینۍ سره د هغه لوی بشري جنایت بنسټ ایښیدونکو او عاملینو نن بیا د یوې نړیوالې توطیې او داخلي عناصرو په مرسته زموږ د خلکو په برخلیک واکمن شوي دي او ورته جنایتونه په نوو لارو او له نوو ملګرو سره په همکارۍ ترسره کوي. لا خواشینونکي دا ده چې ځینې ساده خلک لا هم فکر کوي چې دا خونخواره ډله بدله شوې ده او د هغو ټولو جنایتونو او قتل عامونو د پاکولو هڅه کوي. همدارنګه ژوره خواشیني دا ده چې ځینې نړیوالې ادارې چې باید د عدالت او انساني ارزښتونو د تامین مرجع وي، پخپله له داسې ډلې سره په تعامل کې دي چې لا هم د افغانستان د بې دفاع خلکو وینې یې په منګولو کې څاڅي.
موږ پوره باور لرو چې څنګه چې د طالبانو تروریستي ډلې په لومړي ځل د خپلو جنایتونو بیه پرې کړه او ډیری جنایتکاران د خپلو اعمالو په سزا ورسیدل، تاریخ به بیا تکرار شي او د افغانستان خلک به د آزادۍ په سبا د دې تروریستي ډلې او د دوی جنایتکارو ملګرو له ټولو ظلمونو او تېریو څخه انتقام واخلي.
په هیواد کې د عدالت او آزادۍ د بریا او تحقق په هیله.