جستجو
Close this search box.
15-of-August

بسم الله الرحمن الرحیم‏

 

د افغانستان عزتمندو او سرلوړو خلکو!

 

اوس زموږ پر هېواد د طالبانو د غاصبانه او ظالمانه واکمنۍ او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سقوط په درېیم کال کې یو. بې له شکه دغه ترخه او ناورینونکې پېښه د یوې نړیوالې او سیمه ییزې دسیسې او د داخلي عناصرو د خیانت په پایله کې رامنځته شوه او زموږ د هېوادوالو ټولې هیلې او ارمانونه یې له منځه یوړلی.

په ۱۵ اګست ۲۰۲۱ کال کې د هېواد طالبانو ته سپارلو سره، نه یوازې د جمهوریت نظام ونړېد، بلکې ټول هغه ارزښتونه چې د مقاومت له بریا وروسته د زرګونو امنیتي ځواکونو په وینو او د هېواد د بېلابېلو قشرونو د زرګونو کسانو په قربانۍ ترلاسه شوي وو، په یوه شېبه کې له منځه ولاړل او افغانستان یو ځل بیا په خپل سیاسي تاریخ کې یوه پراخه او هر اړخیزه شاته تګ تجربه کړ.

دې ترخې او ناوړه پېښې ډېر عوامل درلودل، خو د نړیوالو او سیمیزو لویو قدرتونو د یو منظم سازش په چوکاټ کې همکاري، سیستماتیک تبعیض ته دوام ورکول او په مختلفو حکومتي پوړونو کې پراخ فساد یې تر ټولو مهم عوامل ګڼل کیږي. د قدرت د سپارلو پروسې پایله د تروریستي او ټولواک طالبانو ډلې ته په دې درېو کلونو کې افغانستان ته پرته له درد او مصیبت څخه څه نه دي راوړې.

د ټولنې د نیمایي برخې، یعنې د ښځو او نجونو، له ټولو تعلیمي، کار او ټولنیزو فعالیتونو څخه ایستل، د امنیتي ځواکونو او پخواني دولت د مقاماتو هدفي وژنې ته دوام ورکول، د بې ګناه خلکو په بېلابېلو پلمو شکنجه کول، په مختلفو سیمو کې د خلکو د ځمکو غصب، خلګ جبري بې ځایه کول، له هېواد څخه د تر اته میلیونو څخه د زیاتو کسانو تېښته او په ټوله نړۍ کې د دوی کډوال کیدل، د تروریستي ډلو پیاوړتیا او وده، فقر او بیکاري، د ملي شتمنیو لوټ، او د تعلیمي نظام سقوط او په یوه جمله کې هېواد په بشپړه توګه د بدویت او د حجر عصر ته رسول، دا د طالبانو ډلې په تېرو درېو کلونو کې یوازې یوه برخه لاسته راوړنې دي.

 

سره له دې ټولو فاجعو او مصیبتونو، خو له بده مرغه د نړۍ سترګې د افغانستان د ترخو پېښو په وړاندې لا هم پټې دي او له یوې تروریستي او نامشروع ډلې سره یو اړخیز تعامل او بې دریغه مالي او سیاسي ملاتړ لا هم دوام لري.

د پورته ذکر شوو مواردو، د افغانستان د بحران د دوام او ژورېدو، او د خلکو پر وړاندې د ظلم او تبعیض د استمرار په پام کې نیولو سره، د افغانستان د نجات لپاره د ملي مقاومت عالي شورا یو ځل بیا پر لاندې مواردو ټینګار کوي:

 

۱. لکه څنګه چې موږ شاهد یو، د طالبانو ډله، سره له دې چې ځینې خلک د دوی په چلند او باورونو کې د بدلون په اړه خوشبین دي، هېڅ بدلون یې نه دی کړی او لا هم په خپلو دریځونو ټینګار کوي او د شریعت په پلمه یې په تېرو درېو کلونو کې په افغانانو بې ساري محدودیتونه لګولي دي. دا ډله په هیڅ ډول د عامه ارادې واکمنۍ، د قانون حاکمیت او دیموکراتیکو پروسو باور نه لري. له همدې امله، له دوی څخه د ټولشموله حکومت جوړولو، د بشري حقونو رعایتولو او د اتباعو بنسټیزو ازادیو ته درناوي تمه بې ځایه ده. له همدې امله، له ټولو سیمیزو او نړیوالو هېوادونو غوښتنه کوو چې له طالبانو سره یو اړخیز تعامل او د امتیازونو ورکول بند کړي او د افغانستان د خلکو غوښتنو او برخلیک ته درناوی وکړي. طالبانو ته د یوویشت میلیارد ډالرو په واک کې ورکول، تروریزم او د طالبانو تر ملاتړ لاندې تروریستي ډلو پیاوړي کول دي.

 

۲. موږ په دې باور یو چې د افغانستان د تاریخ په دې حساس پړاو کې، ملګري ملتونه کولای شي د یو معتبر نړیوال محور په توګه د افغانستان د بحران لپاره معقول او منطقي حل لارې ومومي. خو له بده مرغه، هغه بهیر چې اوس دا اداره یې تعقیبوي او په دریمه دوحه ناسته کې څرګند شو، د طالبانو له ډلې سره د ناکام تعامل سیاست ته دوام ورکوي. له همدې امله، موږ له ملګرو ملتونو غوښتنه کوو چې له طالبانو سره یو اړخیز تعامل بند کړي او په راتلونکو پروسو کې د افغانستان ټول قشرونه، سیاسي ګوندونه او مدني بنسټونه شامل کړي، او د ملي ټولشموله بهیر له لارې د خلکو له ارادې څخه راپورته شوي قانوني دولت په جوړولو سره د خلکو واکمنۍ ته د راستنېدو لپاره هڅې وکړي.

 

۳. هغه تګلاره چې طالبان یې تعقیبوي، پرته له یو بل دوامدارې شخړې څخه بل څه نه زېږوي. له همدې امله، د لومړنیو حقونو او آزادیو د ترلاسه کولو او د افغانستان د خلکو د غوښتنو د تحقق لپاره هر ډول مبارزه د ټولو ډلو او د هېواد د اتباعو مشروع حق دی. د ملي مقاومت عالي شورا د افغانستان د آزادۍ او خپلواکۍ ټولو مبارزینو څخه ملاتړ کوي او ځان په ټولو مبارزو کې شریک بولي.

 

۴. یو ځل بیا ټولو سیمه‌ییزو هېوادونو ته یادونه کوو چې د طالبانو ډله هېڅ ډول داخلي او نړیواله مشروعیت نه لري. له همدې امله، له دې ډلې سره هر ډول تړون، په ځانګړې توګه اقتصادي تړونونه، غیر مشروع دي او د افغانستان راتلونکی نظام د اوسنیو تړونونو په رعایتولو مکلف نه دی. له همدې امله، له ټولو سیمه‌ییزو هېوادونو غوښتنه کوو چې له طالبانو سره په خپلو اقتصادي اړیکو له سره غور وکړي او د افغانستان ملي منابعو او شتمنیو ته سترګې ونه نیسي.

 

۵. د افغانستان د ژغورنی لپاره د ملي مقاومت عالي شورا یو ځل بیا ټینګار کوي چې د هېواد د بحران یوازینۍ حل لاره دا ده چې د معنادارو، ټولشموله او د خلکو په واکمنۍ او اساسي قانون او ټولنیز عدالت ولاړ نظام جوړولو ته ژمن شو. هغه څه چې د خلافت او امارت تر نومونو لاندې د طالبانو د بدوي مشرانو په ذهنونو کې دي، د نړیوالو ارزښتونو او انساني کرامت مخالف دي. د افغانستان د بحران حل او د سیاسي ثبات ټینګښت یوازې یوه لاره لري، او هغه د خلکو ارادې او حاکمیت ته غاړه ایښودل دي.

 

۶. د افغانستان د ژغورنی لپاره د ملي مقاومت عالي شورا په منځني ختیځ کې رامنځته شوې شخړې د سیمې د امنیت او ثبات په ګټه نه ګڼي او له ټولو ښکیلو خواوو څخه غواړي چې له لا زیات کړکیچ څخه ډډه وکړي. دغه شورا همدارنګه له ملګرو ملتونو او د نړۍ له هېوادونو غواړي چې د فلسطین د خلکو انساني حقونو ته درناوی وکړي او د نسل وژنې مخنیوی وکړي چې اوس په دې سیمه کې روانه ده.

 

۷. یو ځل بیا له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د اسلامي جمهوري ایران او پاکستان څخه مننه کوو چې په تېرو څلورو لسیزو کې یې د میلیونو افغان کډوالو کوربه توب کړی دی. خو په دې وروستیو کې په دواړو هېوادونو کې پر بې سرپناه افغان کډوالو فشارونه د حسن همجواري خلاف دي. له همدې امله، له د ایران، پاکستان او ترکیې هېوادونو مسوولینو څخه غوښتنه کوو چې تر هغه وخته پورې چې په افغانستان کې وضعیت ښه کیږی ، د افغان کډوالو د جبري ایستلو مخه ونیسي.

 

موږ د افغانستان د ټولو شهیدانو، په تېره بیا د هېواد د امنیتي ځواکونو د هغو لسګونو زرو شهیدانو یاد ته درناوی کوو، چې په تېرو شلو کلونو کې او د طالبانو د ترورېستي ډلې له ظالمانه واکمنۍ وروسته له ترهګرۍ سره په مبارزه کې خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړیدی. موږ د ټولو شهیدانو د کورنیو په وړاندې د تعظیم سر ټیټوو او باور لرو چې اوسنۍ تورې ورځې به تیرې شي او د افغان شهیدانو پاکه وینه به بې پایلې پاتې نشي.

و من‌الله التوفیق

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟