جستجو
Close this search box.
Richard-Binet

طالبانو په دې وروستیو کې اعلان کړی چې ریچارد بینټ، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی، د افغانستان د داخلېدو حق نه لري.

 

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د طالبانو دا پرېکړه غندي او د ریچارد بینټ د افغانستان ته د داخلېدو بندیز د طالبانو ښکاره هڅه بولي چې د دوی له لوري د بشري حقونو پراخه سرغړونې پټ کړي. طالبان په دې عمل سره هڅه کوي چې په هره برخه کې خپلې پراخ جرمونه پټ  کړي او اجازه ورنکړي چې د افغانستان د خلکو مظلومیت غږ نړۍ ته ورسیږي. دا عمل په ښکاره توګه ښيي چې طالبانو داسې کړنې ترسره کړې دي چې ښاغلي بینټ د هغو یوې برخې په افشا کولو سره د طالبانو ماهیت روښانه کړی او د هغوی غوسه یې راپارولې ده.

 

ښاغلي بینټ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی په یو لړ مستند راپورونو کې د طالبانو جرمونه د افغانستان د خلکو پر وړاندې او د دې ډلې له خوا د بشري حقونو پراخه سرغړونې منعکس کړې دي، چې دې چارې د دې ډلې پټ جرمونه افشا کړل او د نړۍ خوش‌بینانه تعامل د دې بشري حقونو څخه سرغړونکې ډلې سره تر پوښتنې لاندې راوست.

 

د ملي مقاومت عالي شورا په داسې حال کې چې د ښاغلي ریچارد بینټ له هڅو څخه مننه کوي او د بشري حقونو د تامین او د هغو سرغړونکو د افشا کولو په لاره کې د هغه ژمنتیا ستايي، یو ځل بیا نړیواله ټولنه دې ته متوجه کوي چې د طالبانو له ډلې سره یې خوشبینانه تعامل د دې لامل شوی چې هغوی ته نور هم جرأت ورکړي او ترهګریزو ډلو ته ځواک ورکړي، چې دا کار د سیمې او نړۍ امنیت له جدي ګواښ سره مخ کوي. په همدې حال کې له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتنه کیږي چې په طالبانو فشار وارد کړي، ترڅو د ښاغلي بینټ لپاره په افغانستان کې د طالبانو د جرمونو د مستند کولو لپاره د سفر زمینه برابره کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟