جستجو
Close this search box.

د راپورونو پر بنسټ، د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرېکړه کړې چې خپل بشري مرستې له افغانستان سره بندې کړي. د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت عالی شورا، په داسې حال کې چې د امریکا د خلکو د همېشنۍ مرستې منندوی دی، د دې هېواد له خوا د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د افغان ولس سره د مرستو بندېدل د افغانانو پر وړاندې یوه لویه جفا ګڼي، او ټینګار کوي چې مرستې باید د یوه مشخص او د منلو وړ میکانیزم له لارې دوام ومومي.

د طالبانو له‌ خوا د واک تر نیولو وروسته، د افغانستان د خلکو د ژوند وضعیت له جدي او ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی. د ټولنیزو او کلتوري محدودیتونو ترڅنګ، د خلکو وژنه، د شتمنیو لوټ او چور، د مهاجرتونو ډېرېدل او اقتصادي کړکېچ ټولنې ته ژور زیان رسولی او د خلکو ژوند یې تر ډېره فلج کړی دی.

د ملي مقاومت عالی شورا، پداسې حال کې چې د افغان ولس سره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کوي، باور لري چې شاوخوا ۲۳ میلیونه اړمنو او زیان‌منو قشرونو ته مرسته رسول د نړیوالې ټولنې انساني او اخلاقي مسؤولیت دی، څو د انسانانو کړاوونه راکم، د زیان‌منو زړونو ته هیله را وګرځي او د انساني کرامت ساتنه وشي. د افغانستان له ولس سره د مرستو بندېدل کولی شي قحطی او بحران لا پسې سخت کړي. له همدې امله، د ملي مقاومت عالی شورا د یوه روڼ، مسؤل او ګډ چوکاټ او میکانیزم د رامنځته کېدو غوښتنه کوي، څو مرستې مؤثرې شي، له اصلي مسیر څخه د انحراف مخنیوی وشي او ترهګرو ډلو ته، په تېره بیا د افراطي طالبانو ډلې ته چې ترهګریز چلند لري، د پیاوړي کېدو زمینه برابره نه شي. ځکه چې مرستې بندېدل به له یوې خوا د لوږې، مړینې، او ناقانونه او وژونکو مهاجرتونو د ډېرېدو لامل شي، او له بلې خوا، د مرستو وېش بې له مشخص چوکاټ څخه د ترهګرو ډلو له‌خوا د ناوړه استفادې او د هغوی د پیاوړتیا سبب کېدای شي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت عالی شورا، د یوه پراخ سیاسي چتر او د افغانستان د ټولنې د یوې سترې برخې په توګه، په روانو سختو اقتصادي او ټولنیزو شرایطو کې د افغان ولس لپاره د بشري مرستو د دوام غوښتنه کوي، او د مرستو د وېش په بهیر کې پر شفافیت او عدالت ټینګار کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟