جستجو
Close this search box.
شورای عالی مقاومت ملی برای نجات افغانستان

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د ایران اسلامي جمهوریت پر خاوره د اسراییلو نظامي برید چې د نړیوالو قوانینو، بنسټیزو اصولو او د ملګرو ملتونو د منشور ښکاره سرغړونه ده، په کلکو ټکو غندي او خپل ژور کرکه او نفرت د دې غیر انساني عمل په وړاندې څرګندوي.

د اسراییلو د یرغلګر اقدام په نتیجه کې، د ایران اسلامي جمهوریت یو شمېر ملکی وګړي، پوځي چارواکي او علمي شخصیتونه شهیدان او ټپیان شوي دي. د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د ایران له ورور او دوست ولس او دولت سره خپله خواخوږي او تسلیت څرګندوي، او له الله (ج) څخه د دې بزدلانه برید شهیدانو ته د جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله او بشپړه شفا، او د داغ‌لیدلو کورنیو لپاره د صبر او حوصلې دعا کوي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د هېوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا درناوی او د شخړو د حل لپاره د سوله‌ ییزو لارو لکه خبرې اترې، یو اساسي اصل ګڼي. شورا له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو له امنیت شورا او نورو مسؤلو نړیوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې د نړۍ او په ځانګړي ډول د منځني ختیځ د حالاتو پر وړاندې بې‌پروا پاتې نه شي، د اسراییلو دا ډول یرغلګر، ناقانونه او غیر انساني بریدونه په کلکو دریځونو وځپي، او د جګړې د لا پراخېدو او د نړیوال نظم د سقوط مخه ونیسي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟