جستجو
Close this search box.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالی شورا د امریکا د استازو جرګې له لوري طالبانو ته د مالي مرستو د بندېدو د لایحې له تصویب څخه خپله ژوره خوښي څرګندوي، او دا اقدام یو اصولي، زړور او د ستاینې وړ ګام بولي چې د افغانستان له کړېدلي ولس سره د یووالي څرګندونه کوي او د طالبانو د افراطي، ظالمانه او د بشري حقونو ضد کړنو ته یو پرېکنده ځواب ګڼل کېږي.

دغه لایحه چې له یو کال زیاتو هڅو او سلا مشورو وروسته تصویب شوه، دا څرګندوي چې د امریکا د خلکو یو شمېر استازي د افغانستان د حاکمو ناوړه حقیقتونو ژور درک لري او دا پریکړه د هغو میلیونونو افغانانو غوښتنو ته ځواب ورکوي چې له کلونو راهیسې د طالبانو تر واک لاندې له تبعیض، تاوتریخوالي، فقر او بنسټیزې بې‌عدالتی سره مخ دي. خو سره له دې، دا یوازې یو اړین پیل دی، نه د لارې پای.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالی شورا، د خلکو د واکمنۍ، ټولنیز عدالت، او د ټولو اتباعو په ځانګړې توګه د ښځو د مساوي حقونو پر اصولو کلک باور لري، دا پرېکړه د امریکا د متحده ایالاتو د افغانستان په اړه د پالیسیو په بهیر کې یوه مهمه شیبه ګڼي، او دا یې د ازادۍ، انساني کرامت او د خلکو د برخلیک په ټاکنه کې د مشروع ونډې د ملاتړ په لور د یو هیله‌بښونکي بدلون پیل بولي.

تمه کېږي چې په راتلونکو ګامونو کې، پر طالبانو د اقتصادي او سیاسي بندیزونو وضعه، د دوی د مشرانو او مالي ملاتړو پر وړاندې، او همدارنګه د طالبانو د غړو د سفرونو محدودول هم عملي شي.

په همدې چوکاټ کې، د ملي مقاومت عالی شورا د نړیوالې ټولنې، د نړیوالو مرستندویو سازمانونو او د بشري حقونو د مدافع بنسټونو پر مهم رول ټینګار کوي، او غوښتنه کوي چې بشري او پراختیایي مرستې دې د افغانستان اړو خلکو ته د شفافو، معتبر، عادلانه او د طالبانو له هر ډول لاسوهنې او څارنې څخه آزادو لارو له لارې ورسول شي. دغه خلک چې له لومړنیو روغتیایي، تعلیمي او د ژوند اسانتیاوو څخه بې‌برخې دي، د خپلو ابتدايي بشري حقونو څخه هم محروم پاتې شوي دي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالی شورا، د ولسواکۍ، مساوات، بشري حقونو او د افراطیت پر ضد د مبارزې د خپلو نه‌متزلزلو ژمنو په دوام، یو ځل بیا د طالبانو او نورو ترهګریزو ډلو د واکمنۍ پر وړاندې د خپلې مشروع مبارزې د دوام ټینګار کوي. دا شورا له ټولو آزادو هېوادونو، نړیوالو بنسټونو او ویښو انساني وجدانونو څخه غوښتنه کوي چې د افغانستان د خلکو تر څنګ ودریږي او د ولسواکۍ، ټولنیز عدالت او د قانون د حاکمیت د بېرته راګرځولو په لور لا ډېر فعال رول ولوبوي

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟