جستجو
Close this search box.

د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت عالي شورا، له افغان کډوالو سره د اسلامي جمهوري ایران د څو لسیزو شایسته کوربتوب او پراخو، ارزښتناکو مرستو څخه مننه کوي، خو په همدې حال کې د افغان کډوالو د جبري ایستلو د روان بهیر په تړاو خپله ژوره اندېښنه څرګندوي، په ځانګړې توګه د افغانستان د بحراني وضعیت په پام کې نیولو سره.

د افغانستان د خراب اقتصادي، سیاسي او امنیتي حالت له امله، په دا ډول شرایطو کې د کډوالو جبري بېرته ستنول، د سلګونو زرو کورنیو—په تېره بیا ماشومانو، ښځو او نورو زیان‌منونکو قشرونو—ژوند له جدي خطر سره مخ کولی شي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت عالي شورا د ایران او افغانستان د دوو شریفو ملتونو ترمنځ د ورورګلويو اړیکو پر اهمیت ټینګار کوي، او له د اسلامي جمهوري ایران له محترمو چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د مهاجرت په سیاستونو او د افغان کډوالو د ایستلو په اړه، د افغانستان اوسنی بحراني او ناامن وضعیت په پام کې ونیسي او خپلو بشري او ارزښتناکو مرستو ته له افغان کډوالو سره په ایران کې دوام ورکړي.

موږ پر دې باور یو چې د اسلامي جمهوري ایران له لوري د دغو همکاریو او همدردیو دوام، د انساني کرامت د ساتنې او د دواړو ملتونو ترمنځ د دوستۍ د پیاوړتیا په لور یو ستر ګام بلل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟