جستجو
Close this search box.

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د بشري حقونو له بنسټیزو ارزښتونو سره د ژمنتیا، د عدالت او قانون‌پالنې پر اصل باور سره، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د وروستي پرېکړه لیک ملاتړ اعلانوي، چې د افغانستان د بشري حقونو، حکومتدارۍ او د قانون حاکمیت په اړه تصویب شوی دی، او په ټینګار سره د ملګرو ملتونو رول د افغانستان د کړکېچ د حل لپاره مهم بولي او له یو اړخیزو او ساده‌لوحه تعاملونو سره د طالبانو له ډلې سره، جدي خبرداری ورکوي.

یاد پرېکړه لیک په داسې حال کې صادر شوی چې د افغانستان ولس، په ځانګړې توګه ښځې، نجونې، د قومونو او مذهبونو تنوع لرونکي وګړي، مدني فعالان او خبریالان د سختو فشارونو، محرومیتونو او تبعیض تر ګواښ لاندې دي. بنسټیزې ازادۍ تر پښو لاندې شوي، قانوني بنسټونه ړنګ شوي او سیاسي ګډون عملاً چوپتیا او حذف ته اړ ایستل شوی دی.

د ملي مقاومت شورا دا پرېکړه لیک د افغانستان د ولس، په ځانګړې توګه د غیرتي افغان ښځو د روڼ غږ پر وړاندې یوه مناسب او ارزښتناکه ځواب بولي؛ هغه ولس چې د بې‌سارېو ستونزو او محدودیتونو سره سره، لا هم د یو ازاد، عادلانه او د قانون پر بنسټ راتلونکي غوښتنه لري.

موږ باور لرو چې د افغانستان د راتلونکي د بیا رغونې یوازنی لوری د خبرو اترو، ټول‌شموله مشارکت، د بشري حقونو تضمین، د وګړو ترمنځ مساوات، او د انساني کرامت او ټولنیز تنوع درناوي له لارې تېرېږي. هېڅ نظام نه شي کولای پرته له ولسي مشروعیته او د دموکراتیکو اصولو له رعایت پرته، پایداره پاتې شي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو له بنسټونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د دې پرېکړه لیک له مادو عملي ملاتړ وکړي او د افغانستان د بشري حقونو ناقضینو پر وړاندې په حقوقي، دیپلوماتیک او سیاسي وسایلو سره، جدي، مسئولانه او قاطع غبرګون وښيي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟