د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالی شورا، له ژورې اندېښنې او ملي مسئولیت سره، هغه باوري راپورونه او میداني شواهد له نږدې څاري چې څرګندوي په میدان وردګو ولایت کې د بهسود په سیمه، په بامیانو ولایت کې د پنجاب ولسوالۍ، په غور ولایت او یو شمېر نورو سیمو کې د جبري کډوالۍ، قهري ځایناستۍ او قومي پاکسازۍ یو هدفمند بهیر پراخ شوی دی. شورا په ډی اړه خپل رسمي دریځ څرګندوي.
یادې کړنې د ظالمې طالب ډلې د مستقیم ملاتړ یا عملي همکارۍ او د کوچیانو په مشارکت سره تنظیم شوې دي. دا کړنې د یوې هدفمندې پالیسۍ ښکاره نښې دي چې موخه یې د نفوسو د توازن ګډوډول، قومي انجینري، او د یادو سیمو د ټولنیز جوړښت کمزوری کول دي.
د باوري شواهدو پر بنسټ، په دې سیمو کې اصلي خلک په سیستماتیک ډول د ګواښونو، ډارولو، بې ځایه کولو، د اساسي بشري حقونو څخه محرومولو او په زوره ایستلو لپاره په نښه شوي دي. دا کړنې نه یوازې د ملي ګډ ژوند، بشري حقونو او د قانون د حاکمیت د بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي، بلکې په ځان کې د ډله ایزو جرمونو، جوړښتي تبعیض اود قومي تصفیه کولو یوه څرګنده بیلګه هم ده.
د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت عالی شورا ټینګار کوي چې دا پېښې یواځې محلي شخړې یا تصادفي پېښې نه دي، بلکې د یوې خطرناکې ستراتیژۍ برخه ده چې هدف یې د تاریخي هویتونو له منځه وړل، د بومي ټولنو فرهنګي او جغرافیایي حذف، او د طالبانو د استبدادي، واکمحور او انحصارطلب نظم تحمیل دی.
دغه ډله نه سیاسي مشروعیت لري، نه قانوني، او نه هم ولسي ملاتړ، او ګڼ شواهد شته چې دا ډلې د دغو ناورینونو له عاملینو سره مستقیمه همکاري لري.
له همدې امله، د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت عالی شورا له ملګرو ملتونو، په افغانستان کې د هغوی له سیاسي دفتر (یوناما)، د بشري حقونو له عالي کمیشنری، او ټولو ناظر او مسئول بنسټونو څخه غواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په وړاندې روښانه دریځ ونیسي، سمدلاسه د حقیقتموندنې پلاوي واستوي، دا جنایات مستند او ثبت کړي، پر طالبانو لازم سیاسي او حقوقي فشار وارد کړي، او د متضررینو لپاره بیړنده بشردوستانه مرستې برابرې کړي، تر څو خپلو اخلاقي، وجداني او حقوقي مسئولیتونو ته ځواب ووايي.