نن، ۲۸ اسد، د افغانستان د معاصر تاریخ له ځلانده پاڼو څخه یوه راپه زړه کوي؛ هغه ورځ چې زموږ ازاد او سرلوړی ملت د کلک عزم او سترې همت په مټ خپل سیاسي خپلواکي د استعمار له چنګاله بېرته واخیسته او د آزادۍ او ملي حاکمیت نوې فصل یې د هېواد په تاریخ کې پرانیست.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د دې تاریخي ورځې په درناوي باور لري چې رښتینې خپلواکي یوازې د قانون د حاکمیت، ټولنیز عدالت، پراخ سیاسي ګډون او د بشري حقونو د ساتنې تر سیوري لاندې معنا پیدا کولی شي. خپلواکي یوازې د پردي له سلطې خلاصول نه دي، بلکې د هغې دوام د یوه مشروع، ولسي او ځواب ویونکي نظام په لرلو پورې تړلی دی چې د وګړو اراده او کرامت استازولي وکړي.
نن، له بده مرغه افغانستان له سترو ننګونو سره مخ دی؛ لکه د یوه مشروع حکومت نشتوالی، د بنسټیزو ازادیو نقض، د ښځو او نجونو له انساني حقونو محرومول، او د یوه مستبدې ډلې تسلط. دا وضعیت نه یوازې زموږ د خپلواکۍ او ملي عزت زیانمن کړی، بلکې د هېواد د ځوان نسل راتلونکی یې د تیارو او شاتګ پر لور بیولی دی.
د ملي مقاومت عالي شورا د هېواد د شهیدانو او د آزادۍ د مخکښانو یاد او خاطره په درنښت سره نمانځي، او له ټولو سیاسي ځواکونو، مدني بنسټونو، کډوالو او د افغانستان له ازادو وګړو غوښتنه کوي چې د ۲۸ اسد تاریخي پیغام په رڼا کې د رښتینې خپلواکۍ د تحقق، د عادلانه سولې د ټینګښت، د ټولنیز عدالت او د آزاد او هوسا افغانستان د بیا رغونې لپاره په یوه غږ او یوه قدم سره همکار او همغږي شي.