جستجو
Close this search box.

 

په بغلان ولایت کې د مقاومتی ځواکونو او طالبانو ترمنځ له نښتې وروسته د طالبانو پر ضد یو شمېر جنګیالی نیول شوی او د سرچینو په وینا، کندز ولایت ته لېږدول شوی دی.

داسې رپوټونه هم شته چې یو تن په لاره کې په ډزو ویشتل شوی او د پاتې نورو د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

په داسې حال کې چې د بشر د حقونو د کنوانسیون ټول دیني احکام او مادې د افرادو په ځانګړي ډول د جګړې د بندیانو د حقونو په درناوي ټینګار کوي، خو طالبان د نورو جنګي جرمونو تر څنګ نه یوازې له بندیانو سره غیر انساني چلند کوي، بلکې هغوی وژني.

د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت شورا په داسې حال کې چې له بندیانو سره د اسلامي اخلاقو او بشري حقونو پر ضد هر ډول غیر انساني چلند په کلکه غندي، له ملګرو ملتونو او د دغه سازمان د بشري حقونو له شورا څخه غواړي چې طالبان دې مکلف کړي چې د دغو بندیانو ژوند وژغوري.

پر طالبانو د یوې جنایتکارې ډلې او د جنګي جنایاتو د مرتکبینو په توګه د فشار راوړلو او بندیزونو لګولو سره سم، پر هغوی باید نور بندیزونه ولګول شي او د ډیموکراسۍ د راستنېدو او د مشروع نظام د بیا رغولو لپاره د بدیل پلان ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې د ملي مقاومت شورا د بندیانو د کورنیو په اندیښنو کې ځان شریک ګڼي او د هغوی د خلاصون په برخه کې له هیڅ راز هڅو څخه ډډه نه کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟