د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع، چې له ۶۹ ګوندونو، سازمانونو او مدني بنسټونو څخه جوړه ده، د دموکراسۍ بنسټیزو اصولو، د نړیوالو حقوقو معیارونو، او د ملتونو د خپل برخلیک ټاکلو مسلم حق ته په استناد، د طالبانو د غیرقانوني رژیم له خوا د فرمایشي لويې جرګې رابلل په کلکه ردوي او هغه له هر ډول حقوقي، اخلاقي او ملي اعتبار څخه بېبرخې بولي.
دا مجمع، د دې غونډې د ولسي مشروعیت نشتون ته په اشاره، دا یو ښکاره نقض بولي چې د دموکراتیکو اصولو، روڼتیا، او بنسټیزو بشري حقونو خلاف عمل دی، او پایلې یې د منلو وړ نه ګڼي. هغه رژیم چې پخپله له مشروعیت څخه بېبرخې وي، پریکړې یې هم له قانوني اعتبار او حیثیته خالي وي.
داسې فرمایشي لويه جرګه په داسې حال کې چې د افغانستان د وګړو اساسي حقونه — لکه د بیان آزادي، د غونډو آزادی، او د معلوماتو ترلاسه کولو حق — د طالبانو د رژیم له خوا سیسټماټیک ډول ځپل کیږي، نشي کولی د خلکو آزادانه اراده منعکس کړي. دا اقدام، پرته له دې چې د یوې ځانګړې ډلې اراده پر ټول ملت تحمیل کړي، بله معنی نه لري.
له بلې خوا، داسې لويه جرګه چې پکې سیاسي ګوندونه، مدني بنسټونه، او د خلکو خپلواک استازي هېڅ ډول واقعي ګډون ونه لري، او زیاتره ملي اغېزمن شخصیتونه له هېواده بهر ژوند کوي، نه یوازې دا چې بېمعنا ده، بلکې مضحکه او سپکه ګڼل کیږي.
دا شرموونکی نندارتون، چې د استبدادي رژیم تر سیوري لاندې ترسره کیږي، نه په ولس کې کوم اعتبار لري او نه هم د نړیوالې ټولنې له خوا د منلو وړ دی.
د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع باور لري چې له اوسني بحران څخه د وتلو یوازینۍ لار دا ده چې آزاد، عادلانه، او روڼ انتخابات د باوري نړیوالو بنسټونو تر څارنې لاندې ترسره شي!
هغه انتخابات چې د ټولنې د ټولو قشرونو په حقیقي ګډون، په یو امن او آزاد چاپېریال کې ترسره شي، ترڅو د خلکو منتخب استازي وکولی شي د ملت اراده د هېواد د برخلیک په ټاکلو کې منعکس کړي.
د طالبانو رژیم باید د جعلي مشروعیت د ترلاسه کولو له بېګټې هڅو لاس واخلي او د افغانستان د خلکو برحقه غوښتنو ته غاړه کېږدي، خپله امادګي د یو پراخ، همهشموله ملي خبرو اترو د پیل لپاره اعلان کړي.
د اوسني بحران واقعي حل، په فرمایشي نندارو کې نه، بلکې په داسې ملي خبرو اترو کې دی چې د ملت د ارادې پر بنسټ د افغانستان راتلونکی وټاکي.
دا مجمع، په ټولو سیاسي، ټولنیزو او مدني ځواکونو غږ کوي چې اتحاد او همغږي رامنځته کړي او ټینګار کوي چې یوه موخیزه ملي خوځښت باید رامنځته شي، ترڅو د طالبانو له غیرقانوني رژیم سره هر اړخیزه مبارزه وشي او په افغانستان کې یو ولسواک نظام ټینګ شي.
موږ له نړیوالې ټولنې څخه په کلکه غواړو چې د افغانستان د خلکو له مشروع غوښتنو ملاتړ وکړي، د طالبانو د دې فرمایشي نندارې پایلې ونه مني، او د آزادو، عادلانه انتخاباتو پر اړتیا ټینګار وکړي؛ ځکه یوازینی مشروع نظام هغه دی چې د خلکو له آزادې رایې او ارادې سرچینه واخلي، چې هم داخلي او هم نړیوال مشروعیت ولري.
د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع مشرتابه هیئت