د لوی خدای په ستر نامه
انساني کرامت يوه داسې برخه ده چې اسماني دينونه په تېره بيا د اسلام سپېڅلي دين يې پر ساتنې ټينګار کړی دی.
په معاصر نړیوال نظم کې چې د بشري حقونو دوره هم بلل کیږي، د بشري حقونو برخه او د هغوی درناوي ته اړتیا د نړیوال نظم مرکزي مفهوم جوړوي.
د حقوقو او د بشر د محورونو د نه ویشلو په زمانه کې، د بشري حقونو برخه او د هغو د ساتنې اړتیا د نړیوالې ټولنې مسؤلیت ګڼل کیږي او د نړیوال نظم د شتون فلسفه تشریح کوي.
له دې ټولو سره سره له بده مرغه بشریت د بشر د حقونو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځي چې یو ملت د سیاسي معاملې او د یوه شرمناک تړون په لاسلیکولو سره په عملي توګه له خپلو ټولو بنسټیزو حقونو څخه د نړیوالو لوبغاړو د جیو پولیټیکل اهدافو د پوره کولو لپاره بې برخې سویدی. د بشری حقونو د څار بنسټونو حیرانونکې سترګې د یوې ظالمې او بدې ډلې پر وړاندې تحمیل شوې، چې نیابتی او تروریستی کړنې یې له هیچا پټې نه دی او هیڅ ډول اخلاقی، شرعی او مذهبی اصولو ته ژمن نه دی.
نړیواله ټولنه په داسې حال کې د بشري حقونو نړیواله ورځ لمانځي چې زموږ هیواد د تروریستي ډلو لخوا اشغال شوی او د افغانستان خلک د حیاتي معافیت د حق، د خپلواکۍ د حق، د آزادۍ د حق پر بنسټ له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې دي. د بیان حق، د تعلیم او کار حق، او د خپل سیاسي برخلیک د ټاکلو حق، د طالبانو لخوا د کلتور او مذهب د مفاهیمو په جاهلانه تعبیر سره دوی د خپل مطلوب سیاسي نظام څخه محروم کړیدی.
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ځانګړي راپور ورکوونکي ښاغلي ریچارډ بینټ ورکړه سوی رپورتونه په هېواد کې د بشري حقونو وضعیت ډیر کړکېچن بولي.
د بشري حقونو د نړيوالې ورځې نمانځل په داسې حال کې چې زموږ د هېواد په ګډون د نړۍ ځينې برخې د ظلمونو او بشري حقونو د سرغړونو له امله ځورېږي او خلک د خپل انساني وجود د ملاتړ توان نه لري، هغه پوښتنه ده چې د ټول بشريت وجدان ځوروی.
د افغانستان خلک له څه دپاسه دوو کلونو راهیسې له خپلو اساسي حقونو له سترې سرغړونې سره مخ دي، خو له بده مرغه د ملګرو ملتونو رسمي مرجع د نړیوالې ټولنې د ځینو کړیو تر فرمانونو لاندې لا هم له طالبانو سره د یو ځای کېدو پالیسي پرمخ بیايي. په نړیواله ټولنه کې له طالبانو څخه تمه لري چې د افغانستان نړیوال مکلفیتونه پلي او عملی کړي، داسې ښکاري چې غیر قانوني سیاسي وژنې، د مخالفینو شکنجه او پاکول، د جنسیت، قومي، مذهبي، ژبني او کلتوري توپیر پالیسي پلي کول، د ټولنې په وړاندې د تاوتریخوالي کړنې، د هیواد د نفوس د ډیموګرافیک انجینرۍ جبري عملی کول او د ټولنې نیمایي برخه له زده کړې او کار څخه لیری کول او په هیواد کې اوسني بدمرغه شرایطو په عمل کې افغان ټولنه فلج کړې او د تباهۍ او یا د تروریزم لپاره د استخدام سرچینه ګرځیدلې ده. د دوی ددغو کړونو لپاره په الفاضو کې ځای نشته.
د بشری حقونو د نړیوالې ورځې د نمانځلو په ترڅ کې د مقاومت ملی شورا وایی چې د طالبانو د ډلې په ځینو اشخاصو پورې محدود مجازات د افغانستان د خلکو د ستونزو د حل لاره نه ده او په هېواد کې د بشری حقونو له بحران څخه د وتلو لپاره بنسټیز بدلون ته اړتیا ده. د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې کړنلاره، د طالبانو دمالی تمویل بندول او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د تصویب شویو پریکړه لیکونو پلي کول له ترهګرۍ سره په مبارزه پورې تړلي دي.