جستجو
Close this search box.
Ashora-1403

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د عاشورای حسینی د ورځو د رارسیدو په مناسبت ټولو مسلمانانو، په ځانګړې توګه د افغانستان مسلمانانو او د کربلا د مظلومو شهیدانو پیروانو ته تسلیت وایو.

 

په افغانستان کې سږکال د عاشورا د عزادارۍ او غم مراسم په داسې حال کې ترسره کیږي چې د دغو مراسمو جوړونکي د واکمنې ډلې له خوا د سخت فشار لاندې دي او بې‌سارې محدودیتونه پرې لګول شوي دي. په تېرو ورځو او شپو کې د طالبانو ترهګرې ډلې وسله‌والو پرته له دې چې د حسینی عزادارانو توهین او تحقیر وکړي، د عاشورا نښانونه لرې کړي او په مختلفو سیمو کې یې یو شمېر علما او ځوانان نیولي او شکنجه کړي دي، چې دا کار د خلکو د وېرې او نا آرامۍ سبب شوی دی.

په خواشینۍ سره چې دا ډار او تاوتریخوالی د عاشورا د ورځو د امنیت د تامینولو په پلمه ترسره کیږي چې د بشری جنایتونو یوه ښکاره بیلګه او د خلکو له مشروع آزادیو څخه محرومول او د هغوی روحی امنیت له منځه وړل دی.

 

د یو اړخیز او مداخله کوونکي طرزالعمل پر بنسټ چې د دې ډلې او د هغې د بدنامو عناصرو لخوا د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د ادارې په نوم خپور شوی دی، د عاشورا د مراسمو په ترسره کولو کې هر ډول ازادي له تنظیموونکو څخه اخیستل شوې ده. په دې غیر انساني او ظالمانه طرزالعمل کې د عاشورا مراسم یوازې په درې ورځو محدود شوي او حتی د اهل سنت ګډون په کې منع شوی دی. همدارنګه، د دې ډلې له متحجرانه نظریاتو سره په مخالفت کې د واعظانو او خطیبانو هر ډول وینا او د اهل تشیع علماو او روحانیونو لخوا د عاشورا د مراسمو او د هغې د ترسره کولو په اړه له رسنیو سره مرکې کول منع شوي دي.

دې تړون کې نور عجیب او غریب محدودیتونه هم راغلي دي چې هیڅ انساني او اسلامي بنسټ نلري. د څو نوم ورکو او نامعلومو  کسانو په لاسلیکونو چې نه کوم صلاحیت لري او نه کومه ټولنیزه، سیاسي، مذهبي او علمي درجه، دا شرمناکه مقرره لاسلیک کړی ده. د هغوی په عمل باید یوازې خواشیني څرګنده شي.

 

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د عاشورا د ورځې په مناسبت، د ظالم او یزید په شان طالبانو له خوا د حسینی عزادارانو تحقیر، سپکاوی، نیول او بندیان کول په کلکه غندي.

 

بېله شکه، د عاشورا د عزادارۍ په مراسمو بې ساري محدودیتونه لګول د دې ډلې د یزید په شان ظلمونو او تېریو یوه برخه ده چې د افغانستان پر خلکو ترسره کیږي او په خواشینۍ سره، د نړۍ په سترګو په وړاندی او په ښکاره ترسره کیږي. خو په ډېره خواشینۍ سره، نړۍ د دې ظلمونو عادي کول او د دې ضد بشري جنایاتو عاملینو سره تعامل کوي. له همدې امله، موږ یو ځل بیا له د سیمې او نړۍ هیوادونو څخه غواړو چې له دې متحجر او ظالمې ډلې سره یو اړخیز تعامل پر ځای، د افغانستان د خلکو غږ واوري او له هغوی سره همغږي وکړي ترڅو زموږ له هیواد څخه د ظلم او بحران ټغر ټول شي.

 

په افغانستان کې د سنیانو او شیعه ګانو د پیروانو تر منځ اخوت او ورورګلوۍ تر اوسه د ټولو اسلامي هېوادونو لپاره ښه بېلګه ده او هیله لرو چې د طالبانو دغه افراطي او تعصبی کړنې به په افغانستان کې پر ښو اړیکو او اسلامي وحدت منفي اغېز ونه کړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟