جستجو
Close this search box.
Moscow Atack

د افغانستان دژغورنی لپاره د ملي مقاوت شورا په مسکو کې د کنسرت پر مهال تروریستي برید چې په پایله کې یې د دغه هېواد یو شمېر اتباع مړه او ټپیان شول، په کلکه غندي او د روسیې له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوي.

 

ترهګري د بشریت د ګډ دښمن په توګه په هر ځای کې د امنیت او ثبات لپاره ګواښ دی او د دې ناوړه پدیدې پر وړاندې ګډه مبارزه جدي اړتیا ده.

 

د ملی مقاومت شورا په ځلونو ټینګار کړی دی چې افغانستان د طالبانو ډلې ته له سپارلو وروسته د ترهګرۍ د ودې او صادرولو په مرکز بدل شوی او د ګاونډیو هیوادونو، سیمې او د سیمې د امنیت د ګواښلو یو هدف دی. نړۍ باید د دغو عناصرو پر وړاندې جدي مبارزه وکړي. دا ناشونې نه ده چې د مسکو د وروستي برید عاملین هم د ترهګرو په مرکزونو کې خپلې ریښې لري چې د طالبانو د ډلې لخوا یې کوربه، ملاتړ او تجهیز کیږي. دا چې اوس مهال په افغانستان کې له د دویشتو څخه زیاتې ترهګرې ډلې فعالې دي او د واکمنو ډلو له خوا یې ملاتړ کیږي، دا یو جدي او بالقوه امنیتي خطر ګڼل کیدای شي چې ګډې مبارزې ته اړتیا لري.

 

د ملی مقاومت شورا له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې په لاره کښې په خپلو ژمنو سره د ماسکو خونړۍ پیښه چې ډیر ټکان ورکوونکي وه د وحشیانه برید په توګه وبلل او همدارنګه د تروریزم سره په هر اړخیزه او دوامداره مبارزه ټینګار کوي. په ورته وخت کې دغه شورا د دغې پېښې د قربانیانو په غم کې ځان شریک ګڼي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟