دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
چهارشنبه 20 حوت 1404
جستجو
Close this search box.

بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيم

وروستي بدلونونه او د امریکا او اسرائیلو ښکاره پوځي تېری د ګاونډي او ورور هېواد، د ایران اسلامي جمهوریت پر ضد، د افغانستان د خلکو ژوره اندېښنه د سیمې د لا زیاتې بې‌ثباتۍ په اړه راپارولې ده. د ملي همغږۍ جریانونه دغه پوځي برید او د عامو خلکو په نښه کول چې پکې ښځې، نارینه او ماشومان شامل دي همدارنګه د عامه ګټو تأسیساتو ویجاړول او د وېرې او وحشت خپرول، چې د نړیوالو اصولو خلاف دي، په کلکو ټکو غندي او ټینګار کوي چې د داسې تګلارې دوام کولی شي روان بحران او فاجعه نوره هم پراخه کړي او د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره نه جبرانېدونکي پایلې ولري.

په داسې بحراني حالاتو کې اړینه ده چې ټول لوري د شخړو له لا زیاتېدو څخه ډډه وکړي او زغم او خویشتنداري خپله کړي. د بحران د پراخېدو مخنیوی، د نړیوالو حقوقي اصولو درناوی او د هر ډول جګړې د بشري پایلو ته پاملرنه باید لومړیتوب ولري.

همدارنګه د ملي همغږۍ سیاسي جریانونه له هغو دوستو او سولې غوښتونکو هېوادونو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي چې په سیمه کې له دې بحران څخه په ناخواسته توګه اغېزمن شوي دي؛ لکه سعودي عربستان، متحده عربي امارات، عراق، کویټ، بحرین، قطر، عمان، اردن او لبنان. په دې حساسو شېبو کې د دغو هېوادونو خویشتنداري د هغوی د هوښیارۍ، مسؤلیت مننې او د سیمه‌ییز او نړیوال ثبات او سولې سره د ژمنتیا څرګندونه کوي.

د سیمې له هېوادونو، نړیوالو سازمانونو او نړیوالې ټولنې څخه تمه کېږي چې د فعال او مسؤل رول په ادا کولو سره د تاوتریخوالي د کمولو او د شخړو د پراخېدو د مخنیوي لپاره ګامونه واخلي. منځګړیتوب، ډیپلوماتیکې هڅې او سیاسي ابتکارونه کولی شي د جګړو د درولو او دایمي اوربند د ټینګښت لپاره مناسب فضا رامنځته کړي.

موږ ټینګار کوو چې د بحرانونو دوامدار حل د خبرو اترو، تعامل او مذاکرې له لارې ترلاسه کېدای شي. موږ له ټولو لورو غوښتنه کوو چې د ډیپلوماتیکو او سیاسي وسیلو په کارولو سره د رغنده خبرو اترو زمینه برابره کړي او په سیمه کې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره هڅې وکړي.

وَ مِنَ اللّٰهِ التَّوفیق

د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا
د افغانستان د سولې او عدالت ملي حرکت

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟