د ۱۹۶۱ او ۱۹۶۳ کلونو د ډیپلوماټیکو او قونسلي کنوانسیونونو له مخې د هېوادونو سیاسي او قونسلي ماموریتونه معافیت لري، د هېوادونو پر ډیپلوماتیکو ځایونو برید له نړیوالو قوانینو سرغړونه او د هېوادونو له خپلواکۍ او ملي حاکمیت څخه سرغړونه ګڼل کېږي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملی مقاومت شورا په دمشق کې د ایران د اسلامي جمهوریت پر کونسلګرۍ برید د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف عمل بولي او د ایران د اسلامي جمهوریت له حکومت او خلکو سره خپله خواخوږي څرګندوي.
زموږ له نظره، نړيواله سوله او امنيت د هېوادونو د ملي حاکميت له درناوي سره نه بېلېدونکې اړيکې لري او له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه او په نړيوالو اړيکو کې يوه استثنايي تګلاره په هېڅ صورت د معاصرې بشري نړۍ د ستونزو په هواري کې مرسته نه شي کولای.