جستجو
Close this search box.
Hadesa E Masjed Imam Zaman

د افغانستان د ژغورنی لپاره د ملی مقاومت شورا د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په اندیشه ښارګوټي کې د امام زمان په جومات ترهګریز برید چې په پایله کې یې یو شمیر لمونځ کوونکي شهیدان او ټپیان شول، په کلکه غندي او د دغې غمجنې پېښې شهیدانو ته لوی خدای ج د فردوس جنت ورکړی. د پېښې ټپیانو ته د عاجلې او کاملې روغتیا هیله او د پېښې د کورنیو غړو ته د صبر او زغم غوښتنه کوی.

 

ترهګري د سیمې او نړۍ امنیت ته تر ټولو ستر ګواښ دی او تل یې له بې ګناه خلکو قرباني اخلي. له شک پرته افغانستان او د هغه مظلوم ولس د تروریستي اعمالو تر ټولو ستر قربانیان دي.

 

د طالبانو ډلې ته د واک له تسلیمیدو وروسته، افغانستان تر بل هر وخت زیات زیانمن شوی او د امنیت، بشري حقونو، د ښځو حقونه، مذهبي حقونه او اقتصاد په ګډون په پراخه کچه اغیزمن شوی دی. د طالبانو ډلې نه یوازې دا چې په هیواد کې د روان وضعیت د ښه کولو لپاره هیڅ کار نه دی کړی، بلکې افغانستان یې د سیمه ایزو او نړیوالو ترهګرو په پټنځای بدل کړی دی. له دې نظره، د ترهګرۍ مخنیوی بالقوه مهم دی او نړیواله همکاري او د ولسي حرکتونو ملاتړ به د ترهګرۍ د ودې او له منځه وړلو په مخنیوي کې مرسته وکړي.

 

موږ باور لرو چې دا بریدونه د هغو ترهګرو ډلو له خوا ترسره کیږي چې په طالبانو پورې اړه لري او د هغوی له خوا یی ملاتړ کیږي او په افغانستان کې پناه ځایونه او روزنیز مرکزونه لري.

 

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا یو ځل بیا د امام زمان جومات د پېښې شهیدانو ته د مغفرت، ټپیانو ته د عاجلې روغتیا او د دغې پېښې د قربانیانو خپلوانو ته د  صبر او زغم هیله کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟