جستجو
Close this search box.

نن، د اګست پنځلسمه، د یوې ملي فاجعې کلیزه ده؛ هغه ورځ چې د جمهوریت نظام او د ولس د ارادې په نسکورېدو سره افغانستان یو ځل بیا د تحجر او استبداد په تیارو کې ورغورځېد. په دې ورځ، د طالبانو مستبدې ډلې پرته له هر ډول ولسي او سیاسي مشروعیت څخه، د بهرني ملاتړ او د ځینو کورنیو کړیو د خاینانې چوپتیا په مټ زموږ پر پلازمېنه واکمنه شوه او هېواد یې له دموکراسۍ، پرمختګ او بشري حقونو څخه واړاوه.

د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع او د افغانستان د ژغورنې د ملي مقاومت عالي شورا، د ازادۍ او مقاومت د شهیدانو د یادونو په درناوي او د ولس د خپل برخلیک د ټاکلو د حق په ټینګار سره، دا ورځ یوازې یو سیاسي پېښه نه، بلکې د یوې انساني او تاریخي تراژیدۍ په توګه یادوي چې پایلې یې لا تر اوسه د میلیونونو افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو، او قومي او مذهبي لږکیو په ژوند کې روانې دي.

موږ د نړیوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، ګاونډیو هېوادونو او ټولو هغو بنسټونو په وړاندې چې د بشري حقونو او عدالت د ملاتړ دعوه لري، اعلان کوو:

۱- د طالبانو رژیم د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي. دې ډلې سیاسي، اخلاقي او حقوقي مشروعیت نه لري او د ځینو هېوادونو هڅې چې د افغانستان د میداني او انساني واقعیتونو له پامه غورځول غواړي، ژورې اندېښمنوونکې او د منلو وړ نه دي.

۲- د طالبانو مستبدې ډلې د دین څخه د خپلو شومو موخو لپاره ناوړه ګټه پورته کړه، نه یوازې د دین اصولو او ارزښتونو سره یې خیانت وکړ، بلکې د دین‌پالو ټولنې ته یې هم زیان ورساوه. په معاصر تاریخ کې هېڅه ضددینه ډله نه ده توانېدلې چې د دین او دیني عالمانو داسې منفور انځور د خلکو په ذهنونو کې جوړ کړي لکه چې دې دین‌ستیزې ډلې د تاوتریخوالي او افراطي تفسیرونو په مټ جوړ کړ.

۳- د ښځو حقونه، مدني ازادۍ او د لږکیو حقوق زموږ سره سره کرښه ده. طالبان د ښځو ضد، قومي تبعیضي او سرکوب‌کوونکو تګلارو سره نه یوازې د ټولنې بنسټونه په نښه کړي، بلکې د بشریت پر وړاندې یې مستند جنایتونه کړي دي.

۴- موږ د افغان ولس په مشرۍ یو واقعي او شفاف سیاسي بهیر غواړو. پرته له دې چې د ولس د اصلي استازو، سیاسي نخبه‌ګانو، ځوانانو، ښځو او د ټولو قومونو معناداره برخه‌اخیستنه موجوده وي، د افغانستان راتلونکې لپاره هېڅ مشروع او دوامدار حل ناشونی دی.

۵- موږ په لوړ غږ اعلان کوو چې د ازادۍ، عدالت، دموکراسۍ او مساوي حقونو مبارزه روانه ده. زموږ ولس هېڅکله د زور، جهل او تعصب واکمني نه ده منلې او نه به یې ومني.

۶- د طالبانو د مستبدې ډلې مشران او لوړ پوړي چارواکي، د پراخو جنایتونو، د بشري حقونو د ښکاره نقض او د خودسرانه نیونو له امله محکوم دي او باید د عدالت مخې ته ودرول شي. د دې ډلې ټول تړونونه، فرمانونه او پرېکړې د هر ډول حقوقي او سیاسي اعتبار څخه بې‌برخې دي او په ملي او نړیواله کچه د تطبیق وړ نه دي. طالبان د پردیو له خوا پر افغان ولس تپل شوی پروژه ده؛ پروژه چې اوس د ماتې او ړنګېدو پر پوله ولاړه ده.

۷- د مسکو له خوا د طالبانو د مستبدې ډلې په رسمیت پېژندل، په افغانستان کې د پخواني شوروي ښکاره تاریخي تېروتنه تکراروي؛ داسې اقدام چې نه یوازې د افغانستان کورنی سوله او ثبات جدي ګواښي، بلکې د ګاونډیو هېوادونو، سیمې او نړۍ امنیت هم له سخت خطر سره مخ کوي، ځکه طالبان یوه ترهګره ډله ده چې د تاوتریخوالي او افراط‌ګرۍ اوږده سابقه لري.

۸- د افغانستان د مشروع حکومت د نشتوالي له امله، د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره خوندي شرایط نه شته، په ځانګړي ډول د پخوانیو امنیتي ځواکونو او د تېر حکومت د چارواکو ژوند له جدي خطر سره مخ دی. راپورونه ښيي چې یو شمېر بېرته راستانه شوي نظامیان د کډوالو له منځه په نښه شوي او وژل شوي دي. له ګاونډیو هېوادونو تمه کېږي چې د سیاسي، بشري او امنیتي ملاتړ په وړاندې کولو سره د افغانستان ولس د دې حالت څخه د خلاصون په لاره کې مرسته وکړي او له دې ډلې سره د مشروعیت ورکولو څخه ډډه وکړي.

په پای کې، په دې حساسو شرایطو کې «د افغانستان د ژغورنې ملي مجمع» د طالبانو د مخالف تر ټولو لوی سیاسي چتر په توګه، په کلک هوډ سره هڅه کوي چې هېواد د دې زیان‌بارې فاجعې له منګولو راوباسي او بېرته د سولې، عدالت او پرمختګ په لور روان کړي؛ له همدې امله، موږ له ټولو سیاسي او مدني ځواکونو، کډوالو او د هېواد له دننه او بهر آزاده وګړو بلنه ورکوو چې د یووالي او همغږۍ په پیاوړتیا سره، په متحدو لیکو کې د وطن د ژغورنې، د عدالت د تامین او د انساني کرامت د بېرته راګرځولو لپاره هڅه وکړي.

ژوندی دې وي یو آزاد، متحد او ټول ګډونه افغانستان. ژوندی دې وي د افغانانو ملي او مدني مقاومت.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟