جستجو
Close this search box.

بسم الله الرحمن الرحیم

 

الحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی أشرف الأنبیاء والمرسلین وعلی آله و صحبه الطیبین الطاهرین ومن والاه إلی یوم الدین.

 

قال الله تبارك وتعالی:

وأمرهم شوری بینهم.. (سورة الشوری: 38)

 

مقدمه

افغانستان په تېرو دوو لسیزو کې د نړیوالې ټولنې په مرسته د ژوند په بېلابېلو برخو کې د نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو د ټینګولو او په اقتصادي، فرهنګي او سیاسي برخو کې د همکارۍ ډګرونه رامنځته کړي او د ستر ګامونو او پرمختګونو شاهد وه.

که څه هم له دې رامنځته شوو فرصتونو څخه د افغانستان مشرتابه نه وړتیا او کمزورتیا له امله په سمه توګه ترې ګټه پورته نشوه، خو د نظام او اسلامي جمهوری حکومت په پرځیدو او حاکمیت ته د طالبانو رسول، نړیوالو ترهګرو ډلو اړوند ویره اچونکو جنګیالو ډلې د 1400 لمریزکال د زمري پ  24/15 آگست 2021 م د اشرف غنی په مشري د حاکم تیم د خیانت او غدر او د دوحې خبرو اترو په بهیر کې دې ډلې ته د مشروعیت بخښولو په موخه هڅو له امله په افغانستان کې د ژوند په بیلابیلو برخو کې ناورین رامنځته شو،اقتصاد وپاشل شو او د هیواد نوی راټوکیدونکي اقتصادي نظام لمنځه لاړ، د ښونې او روزنې نظام ګډوډ شو، ښځې او نجونې د زده کړي او تحصیل او له کار څخه محرومي شوې، په هیواد کې  بي وزلۍ کچه خپل اوج ته ورسیده او بیان ازادۍ او رسنۍ له سختو محدودیتونو سره مخ شول.

طالبانو له اسلام څخه افراطي قرائت سره، اوسپنیز استبدادي نظام حاکم کړی او د دوی پر ضد هر ډول اعتراض او مخالفت ته یې په تاوتریخوالي، زور زیاتي، وژني اوډزو ځواب ورکړی دی.

خو د طالبانو دغه له تاوتریخوالي ډک چلن نه یوازې د خلکو مقاومت، اعتراضونو او مخالفتونه کم کړي ندې، بلکې په ټول هیواد کې د ولس په ځانګړې توګه د ښځو د اعتراضونو او مخالفتونو لمن ورځ په ورځ پراخیږې، په داسې حال کې چې د دې کړکیچونو د پای ته رسولو لپاره د یوې سوله ییزې حل لارې پر موندلو د نړیوالې ټولنې ټینګار کومې پایلې ته نه دی رسېدلی. په ټول هیواد کې د طالبانو زور او تشدد پر بنسټ تپل شوی حاکمیت په وړاندې د ښځو او نارینه وو مدني اعتراضونو او د زړورو مقاومت کوونکو دریځ ته په درناوي، د مقاومت دواړو سنګرونو کې شهیدانو ته چې خپل ځانونه یې قربانۍ کړي او هغوي ته  چې د طالبانو په لاس او د دوي تر ربړونې لاندې ژوند له لاسه ورکړي دی د مغفرت او رحمت په غوښتنې او ټولو تپیانو ته د بیړنۍ روغتیا په هیله، د جهاد، مقاومت او د هیواد خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپرتیا دفاع کې د تیرو کلونو په ترڅ کې ټولو شهیدانو ته په تکریم اوددې کلونو  د معظمو شهیدانو ، ګډوالو او زیان لیدونکو ټولو کورنیو ته په درناي او د عادلانه او ولسواکۍ نظام رامنځته کیدو لپاره ترسره شوو ټولو هڅو څخه په ستاینې، باید وویل شي، چې دغه ناورین دغه راز دوام لري.

مونږ په داسې حال کې، چې له نړیوالې ټولنې څخه ددې لپاره چې د افغانستان خلکو ترڅنګ ولاړه ده او د طالبانو استبدادې او نامشروع واکمنۍ په رسمیت نه پیژنې او په افغانستان کې د نوي نظام رسمیت پیژندل د دوحی هوکړه لیک او ټولګدونه انتقالی دولت جوړیدو او د نظام ټینګیدو لپاره د لارو چارو او منتخب دولت پوري د طالبانو ژمن پاتی کیدو پوري مشروط کري، ترې مننه کوو، خو له طالبانو سره په چلن کې د نړیوالې ټولنې دغه دریځ کافي نه بولو، له نړیوالې ټولنې تقاضا لرو، چې د 2020 ز کال د مارچ 10 نیټې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د 2513 شمیرې پریکړه لیک، د افغانستان په اړه د 2020 د نوامبر 23-24 نیټې د جنیوا نړیوال کنفرانس او د ملګرو ملتونو امنیت شورا د 2011 د جون 17 نیټط د 1988 شمیرې پریکړه لیک پر بنسټ د دوی په وړاندې خپل دریځ غوره کړی، چې په هغه کې د ټولو قومونو او مذهبونوپه او د ښځو او ځوانانو په ګدون سره او د طالبانو امارت رژیم او د ترهګریزو فعالیتونو نه ګرځیدل چې له امله یې د نړۍ امنیت او سوله ګواښول کیژی،  د خلکو غوښتنې او ټاکلو پر بنست ددې هیواد راتلونکي دولت او نظام جوړیدو لپاره د افغانستان خلکو ترمنځ پرخبرو اترو ټینګار شوی دی.

د طالبانو له واکمنۍ د را منځته شوي ګواښونکي سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت څخه په ژور درک او له تباهۍ او بشپړې سقوط څخه د هیواد ژغورلو لپاره د خپل دیني، ملي او تاریخي رسالت ته په کتو سره؛ او له دې کړکیچ څخه د خلکو او هیواد ژغورلو لپاره د ګوندونو، سیاسی خوځښتونو او ملی او ولسي شخصیتونو ترمنځ د اغیزمنۍ همغږۍ او همکارۍ خوندي کیدو په موخه، د 1401 ز د غويې (ثور) په 27  2022 د مې په 17 نیټه د ” د افغانستان ژرغورنې  لپاره د ملی مقاومت شورا” تر نوم لاندې ایتلاف بنسټ مو کیښود او د دې اساس نامې چارو د تنظیم او سمون په موخه مو د «د افغانستان  ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا منشور»  ددې پیلانامې په معرفي کولو سره پر لاندې توکو مو هوکړه کړي ده.

 

 

لومړي څپرکی

عمومي احکام

 

1مادۀ د دغه سیاسي ائتلاف نوم “د افغانستان ژغورنې ملي مقاومت شورا” دی، چې په دې سند کې به په لنډه توګه د “مقاومت شورا” په نوم یادیږي،

2مادۀ

ددې سند نوم “د افغانستان  ژغورنې ملي مقاومت شورا منشور” دی، چې په دې سند کې به په لنډه توګه د “د مقاومت شورا منشور” په نوم یادیږي،

3مادۀ

د مقاومت شورا د بنسټونو غړیتوب او مدیریت کې د قومونو متناسب او متعادل شتون د دوي د لورو او اغیزمنو شخصیتونو شتون ته په کتو سره په دې شورا کی رعایت کیږي.

 

 

دویم څپرکی

اساسات او ارزښتونه

 

4مادۀ

په ټولو بڼو کې د افراطیت او ترهګرو خپریدو او د دله ییزو او هدفی وژنو او د نیابتي جګړی پر ډګر د هیواد بدلیدو څخه په ژورې اندیښنې او له دغو ننګونو سره په مبارزه کی د هر اړخیزه ګامونو ارتیا درک،

 

5مادۀ

د خپلواکۍ ساتلو، ځمکنۍ بشپړتیا څخه ساتنې، د شحو او سړیو په ګډون د هیوادوالو بنسټیزو حقونو او ازادیو څخه دفاع لپاره د سیاسي ځواکونو یوالې پر اړتیا باور،

6مادۀ

په تېرو شلو کلونو کې (۱۳۸۰-۱۴۰۰هـ ق/۲۰۰۱-۲۰۲۱) د واکمنو ډلو سترو سیاسي، امنیتي او اقتصادي تېروتنو ته په پام سره، چې بې ساري فرصتونه یې په ننګونو بدل کړل؛ د هغوی پلتنه او همدارنګه د تیرو شلو کلونو قصدي او غیر ارادي غلطیو څخه درس اخیستل او د دوی د تکرار مخنیوي لپاره جدي هڅې کول؛

 

7مادۀ

په مرکز، ولایتونو او ولسوالیو کې د تصمیم نیولو او مدیریت په برخه کې د خلکو ارادی  عملی کیدو پر بنسټ د دوی حق ته د درناوی په برخه  کې د افغانستان د تېرو ټولو سیاسي رژیمونو پرناکامې تجربې  ټینګار؛ او د هیواد  سیاسي نظام په جوړښت کې د بنسټیز بدلون اړتیا.

 

8مادۀ

د خدای له خوا ورکړل شوې طبیعي شتمنۍ او د هیواد  پراخ بشري ظرفیت څخه  په ژور درک سره، له دې پانګې څخه سمه او عادلانه ګټه پورته کیدل  د ځان بسیاینې او اقتصادي هوساینې او د خلکو د هوساینې خوندی کیدو  لپاره کارول کیدی شي؛

 

9مادۀ

په دې هیله چې زمونژ ګران وطن افغانستان پر یوه امن او باثبات، ازاد او اباد او له عدالت برخمن هیواد بدل شی، په هغه کې د هیوادوالو بنسټیز حقونه چې اسلامي او بشری حقونو ارزښتونو کې راغلی دی، خوندي شی او هیوادوالو یې له قومی، ژبنیز، فرهنګي او مذهبی تبعیضونو څخه لیری او د قانون په وړاندې او د ژوند په واقعیت کې مساوي مکلفیتونو څخه برخمن وي.

10مادۀ

دې چارې ته په باور  افغانستان باید د ملګرو ملتونو منشور، د اسلامي همکاریو  سازمان منشور او د بشري حقونو  اسلامي اعلامیې  او د بشري حقونو  نړیوالې اعلامیې ته په درناوی او د متقابل درناوي اصولو څخه پیروی، د هېوادونو په کورنیو چارو کې  نه لاسوهنې،  ښه ګاونډیتوب، او سوله ایز ژوندل کول او د مثبت او فعال بې طرفۍ د پالیسۍ په تعقیب سره د سیمه ییزو همکاریو او اتصال پر جغرافیایی بدل شی؛

 

11مادۀ

ددې مسلې په درک سره چې افغانستان به هڅه وکړي، ترڅو په یوه نړیوال کنفرانس کې اعلان وکړي، چې غواړې له هیڅ هیواد سره ستونزه نلري او غوارې، چې د یوه بی طرفه هیواد په توګه د نړیوال سیاست په ډګر راڅرګند شی او اړتیا ده ، چې نړیواله ټولنه د افغانستان په چارو کې د نه لاس وهني لازم تضمینونه وړاندې کړي،

 

12مادۀ

دې چارې ته په باور چې  پوځ د مشروع حاکمیت له لوری د انحصاری کړنو لپاره  قهریه ځواک  د عصری دولت له اړتیاو څخه دی، د اردو، ، پولیسو او د ملي امنیت بنسټ بیارغونه د افغانستان د سلامت او ثبات لپاره بیړنۍ اړتیا ده.دا بیارغونه باید په داسې ډول ترسره شي چې د رښتینو، ژمن او وفادار پخوانیو نظامي او امنیتي کدرونو او ځواکونو په ګمارلو سره دا بنسټونه پیاوړي شي او  وروسته د دغو کدرونو او ځواکونو تخصصي او مسلکي اړخونه پیاوړي شي، ترڅو دوی  وکولی شي په هیواد کې د ملی خپلواکۍ،  ځمکنی بشپرتیا او قانونی حاکمیت ساتلو کی خپلې وندې ترسره کړي؛

13مادۀ

پر دې تینګار چې طالبان په ځانګړې توګه  د دوی غاصبانه حاکمیت څخه وروسته، چې  په بیلابیلو اړخونو کې په پراخه توګه بشری حقونه یې نقض کړي او پر بشری ضد جنایتونه اخته شوی دی، لکه ربړونه، وژنې، له خپلو مینو او کورنو د بی دفاع وګړو ګده کول خپلو ملاتړو ته د خلکو د ملکیتونو او ځمکو سپارل او غصب،چې د دوی دغه بشری ضد کړنې له سزا ورکولو پرته پاتې نشی او نړۍ او د بشری حقونو مدافع نړیوال سازمانونه یې  په اړه چوپتیا غوره نکړئ او د دوي د جنایتونو جبران کولو ترڅنګ د دوی دغه چلن، غیر قانوني او اداری او حکومتی مشروعیت حخه لیری وبلل شی.

 

 

 

 

 

 

دریم څپرکیموخې او لید لورې

سیاسي نظام

14 ماده

د رڼو او عادلانه ټاکنو په  ترسره کولو سره،د ټولنیزې ارادې  پر بنسټ د دولت  او نظام جوړیدو له لارې خلکو ته د حاکمیت ستنیدل

 

15 ماد ه

د پارلمانی-نامتمرکز اسلامي جمهوری نظام ټینګیدل چې په هغه کې:

1. جمهوریت او اسلامي ولسواکۍ  په پارلماني نظام کې  کولی شی ډیر وځلیږي او د ځواکمنو ګوندونو د ودې، د قضایي قوې د خپلواکۍ، د قانون د حاکمیت او د هیوادوالو بنستیزو حقونو خوندی کول او ډاډ، انسانی ذات او بیان ازادی ساتنی لپاره لاری چاری برابری او ځواب وینکی حکومت او د مشرانو او مدیرانو مسوولیت منلو کی اغیزمن وي،

2– پارلماني نظام چې بنسټ یې عادلانه ټاکنې وي، په دې دول چې د افغانستان په ولایتونو کې میشت ټول قومونه د خپل نفوس په تناسب متوازن استازیتوب ولری،

3– د مرکزی دولت چارواکو ترڅنګ ښاروالان، والیان او ولسوالان انتخابی وي.

 

د شوراګانو، والیانو او ولسوالانو ټاکل

16 ماده

د سیمه ییزو شوراګانو ( ولایتي ولسوالیو او کلیوالې شورګانې) غړې په مستقیمو ټاکنو کې غوره شي،

17 ماده

  • والی او ولسوال کیداشی په مسقیمه او یا غیر مستقیمه توګه وټاکل شی،
  • د والی او ولسوال غوره کول د قانون له لاری ځانګړي کیژي.

 

 

 

 

د شوراګانو او سیمه ییزو چارواکو واکونه

 

18 ماده د ولایتونو او ولسوالیو ټاکل شوي شوراګانې د ملی شورا واکونونو په ترڅ کې د پوهنی چارو مدیریت، د ژبو تدریس او او د سیمه ییزو فرهنګونو دودول، عامی روغتیا او د شحو پراختیا او عمومی سیمه ییزو زیربناوې، د سیمه ییزو عامه ادارو لیژد،د سیمه ییزو مالیاتو راټولول او وضع کول او د چاپیریال ساتنې او د پروګرامونو اجرا پر سر څار  په برخو کی د پراختیایی پروګرامونو، د سیمه ییزو بودجی، مسودی او لایحو تصویب واک څخه د اساسی قانون په ډاډ سره برخمن وي.

 

19 ماده د سیمي اوسیدونکو د تنوع او قومی،مذهبی او فرهنګي توازن ډاډ ته په کتو  عمومی گدون او پکې د ټولو هیوادوالو په وړاندې هر ډول تبعیض منع دی،

 

20 ماده د دې منشور منځپانګي  په پام کې نیولو سره، د سیمه ییزو شوراګانو (ولایتي، ولسوالیو او کلیو شوراګانو) صلاحیتونه په قانون کې تنظیم یږي.

په ادارې برخو کې بیا کتنه

21 ماده

د سیمې او نړۍ پرمختللي هیوادونو تجربو او د زمونژ د ګران هیواد جغرافیایی، اقتصادی او فرهنګی واقعیتونو پر بنسټ د هیواد پر ادارې برخو بیا کتنه اړینه ګنو.

 

د ټاکنو نظام

22 ماده

له داسې ټاکنیز نظام څخه ملاتړ، چې وکړاشی، هم مهاله د ګوندیز،قومی، جغرافیوی او جنسیتي  عادلانه استازیتوب خوندی کړي او خپلواکو نوماندانو لپاره هم د سالمې سیالۍ لاری چاری برابري کړي.

 

له افراطیت او ترهګرۍ سره مبارزه

23 ماده

 

د مقاومت شورا له اسلام څخه افراطي قرائت چې د طالبانو او په اسلامي نړۍ کې د ډیري ترهګرو ډلو ایدیولوژی جوړوي- د پوهانو او معتبرو اسلامی مراجعو رایو پر بنسټ د اسلامي  لارښوونو خلاف ګڼي؛ او له دیني لارښوونو څخه د ناسمې  استفادې او د ترهګرو پر امن ځای د افغانستان بیا ځلی بدلیدو مخنیوی لپاره، په ټولو فکري او کلتوري اړخونو او ډولونو کې د افراطیت او تروریزم سره د مبارزې پر اړتیا؛ او له دې لاری  د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت  پر خوندی کولو ټینګار لری او همدارنګه د هر هغه ځواک پر وړاندې مبارزه کول چې د افغانستان د خلکو مشروع ازادۍ او بنسټیز حقونه بې برخې کوي او د ډیموکراسۍ پر بنسټ د حکومت کولو څخه یې محروموي.

 

له ملي ګټو دفاع

24 ماده

له ملي ګټو ؛ ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، د قومونو او هیوادوالو ترمنځ د ټولنیز عدالت پر بنسټ ملي یووالی، د اسلامي ارزښتونو او د بشري حقونو  نړیوالې اعلامیې پر بنسټ د هیوادوالو، په ځانګړې توګه د ښځو بنسټیزو حقونو او ازادیو څخه دفاع.

 

په ټولو برخو کې ټولنیز عدالت

 

25 ماده

د ټولنیز عدالت خوندی کول، د امکاناتو عادلانه ویش، ملی فرصتونه، د سیاسي نظام په چار چوکاټ کې د وړتیا پر بنست، چې په دې منشور کې راغلی دي،  په سیاسي واک او حکومتولۍ کې د افغانستان ټولو قومونو عادلانه او متناسب ګډون

 

د علماو ونډه

 

26 ماده

د دیني لارښوونو په تشریح او د تعصب، انحراف او افراطیت لمنځه وړلو  کې د ریښتینو علماوو پرونډې ټینګار د ټولنې له جدي اړتیاوو څخه ګڼل کیږي.

 

د ښځو ګډون

27 ماده

په ټولو برخو کې د ښځو د فعالې ونډې ملاتړ؛ لکه پوهنې، لوړې زده کړې، کار، اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او فرهنګی فعالیتونه.

د ځوانانو ونډه

مادۀ 28

د مقاومت شورا د هیواد نن او سبا لپاره د ځوانانو پر برخلیک جوړونکی وړتیا او ځواک او دوي پر ونډې ټینګار سره، د دوی په برخه کې اغیزمنه پانګه د ټولنې جدې اړتیا بولي او د مقاومت په نني شورا او راتلوني دولت کې له بریا وروسته په مدیریتی او اجرایی چاروو کې ځوان نسل او علمي او متخصص کدرنو دریځ ته ژمن دی.

 

ژبني او فرهنګی تنوع

29 ماده

قومي  ارزښتونو کې د عدالت او برابرۍ اصل په رعایت سره ژبنۍ او فرهنګی تنوع ته درناوی او په ملي اسنادو او سبمولو کې لکه ملي سرود، ملی بیرغ،نښانونو، مدالونو، بانک نوټونو، د ملي شخصیتونو ورځو کې ددې ارزښتونو انعکاس

 

په پریکړنیولو کې ګډون

30 ماده

په ټولو مشرتابه او مدیرتی پرخو کې د هیواد ټولو قومونو هر اړخیز ګډون اصل پر بنست پریکره نیولو، اداری چلن او ټولیزي ارادې اصل ته ژمن پاتی کیدل

اقتصادي سیاست

31 ماده

د متوازن او باثباته کرنې د پراختیا، د کرنې  عصري کولو، د بې وزلۍ  کمولو، د کار پیدا کولو او د تولیدي اقتصاد له لارې  ځان بسیاینې لپاره یو ټول اقتصادي نظام  ته به پاملرنه وشي، ترڅو د ټولنیزو خوندیتوب او ملاټړ سره د بې وزلۍ او شتمنۍ ترمنځ د واټن زیاتوالی مخه ونیسي.

بهرنۍ سیاست

32 ماده

په بهرنیو اړیکو کې د اقتصاد پر بنسټ سیاست به د افغانستان د لومړیتوبونو پر بنسټ په وچه کې پروت هیواد  او پراخو طبیعي زیرمو په لرلو سره تعقیب شي، چې د کرنې او مالدارۍ، سوداګرۍ، ترانزیت، دکانونو استخراج، د انرژی او بشري ځواک څخه ګټه پورته کولو په برخو کې به د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو سره  افغانستان به پر جیو-اقتصادي موقعیت تکیه وي.

 

څلورم څپرکی

د مقاومت شورا لومړیتوبونه

د سولې او  انتقالی ټولګدونه دولت جوړیدو او منتخب نظام او دولت لپاره خبری اتری

 

33 ماده

په هیواد کې د تلپاتې سولې او سیاسي ثبات خوندي کیدو لپاره هڅې د مقاومت شورا مهم لومړیتوبونه دی، د مقاومت شورا، له اوسني ناوړه  او بدمرغه وضعیت څخه د هیواد راویستلو  لپاره له طالبانو سره خبری اترو ته ترجیح ورکوی او د ټولګدونه انتقالی حکومت رامنځته کول غوره ګني ترڅو د یوه منتخب نظام او حکومت د رامنځته کیدو لپاره لاری چاری برابری شي او ټول غړې یې چې هر فرصت څخه د افغانستان بیلابیلو قشرونو ترمنځ ریښتنی خبرو اترو له لاری ملی پخلایني ته رسید سره  مرسته وکړی، په یو یوالي او همغږۍ هرکلي کوی.

د نورو لارو لټون

34 ماده

که چیري طالبان د انتقالي پراخ بنسټه دولت او وروسته د منتخب نظام او دولت جوړیدو لپاره د ریښتنو خبرو اترو منلو پر بنست د هیوادوالو او نړۍ برحقه غوښتنې ونه منی،د مقاومت شورا دغاصبانه او د طالبانو نامشروع  حاکمیت لمنځه وړلو او منتخب نظام او دولت کې تلپاتې سولې او ثبات رسیدوپوري په ټول هیواد کې  د ملي مقاومت پراخیدو لپاره د ګوندونو او غوځښتونو او ددې شورا غړو شخصیتونو پلویانو او د افغانستان مبارزو خلکو پرله پسي غوښتنو  ته په مثبت ځواب سره عملي ګامونه به  پورته کړي.

 

د مقاومت کوونکو مشروع دفاع څخه ملاتړ

 35 ماده

د مقاومت شورا د خلکو غوښتنو او حق غوښتونکو ګامونو او عدالت غوښتنو په تایید سره، د هیواد په ټولو سیمو کې د مقاومت له جبهو په ځانګری توګه د ملی مقاومت جبهي، چې د طالبانو  د ظلم او تیري او د نامشروع حاکمیت زغملو په وړاندې د خپل ځان،مال،اهل او ځمکې دفاع ته دانګلي، ملاتړ کوي او هغه د دغو مدافعینو مشروع حق بولي.

د فعالیتونو سمون او همغږي کول

36 ماده

د منشور د موخو او اصولو پلي کیدو په برخه کې، پالیسي ګانې چمتو کیږي او د مشرتابه شورا هر یو غړي ،د ګوند غړي او خپل پلویان د یادو پالیسي ګانونو پر بنسټ د فعالیت همغږۍ او سمون لپاره راغواړي.

 

37 ماده

هر یوه له غړو، د ګوند  یا ډلي رییس او یا سیاسي شخصیت په توګه ددې منشور په چوکاټ کې د خپل توان له مخي د مقاومت  شورا د پریکړو او پلانونو د پلي کیدو او عملي کولو لپاره په پرله پسي هڅې په کوی.

38 ماده

د مقاومت شورا خپل رسنیز فعالیتونه به ددې منشور موخو او لید لورو ته په کتو سره همغژۍ کوي، او د ګوندونو او ځانګړو خوځښتونو تقویت لپاره د نورو ګوندونو او خوځشتونو کمزوره کولو لپاره ناسالمه سیالیو څخه پر ډډه کولو ټینګار کوي.

 

له ګوندونو، ډلو او شخصیتونو څخه د همکاري بلنه

39 ماده

د مقاومت شورا له ټولو ګوندونو، ډلو، بانفوذه سیاسي شخصیتونو، علماوو، ښځو او ځوانانو سره چې په هېواد کې دننه او بهر له اوسني ناوړه وضعیت څخه د هېواد  ژغورنې په هڅه کې دي، مشورې او تفاهم کوي او د هغوی له  همغږۍ او همکارۍ او یا له دې شورا سره یو ځای کېدو هرکلی کوي.

 

له نړیوالې ټولنې سره اړیکې او د د همکاریو راجلبول یې

40 ماده

د نړۍ د هېوادونو په مرسته افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د ژوند په بېلابېلو برخو کې د مهمو پرمختګونو شاهد و او دا ټولې لاسته راوړنې د طالبانو په راتګ سره یا له منځه تللې او یا د لمنځه تلو  په حال کې دي، د مقاومت شورا  د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د سیاسي فعالانو او د هېواد د ژمنو ډیپلوماټانو پههمکاري هڅه کوي چې له نړیوالې ټولنې سره اغېزمنې او هدفمندې اړیکې جوړې کړي او هغوی د افغانستان، سمې او نړۍ سولې او امنیت لپاره د طالبانو  واکمنۍ له زیانونو او په اړه یې خبر کړي.

 

 

 

پنځم څپرکی

د مقاومت شورا جوړښت او د بنسټونو واکونه یې

41 ماده

د دې منشور د موخو د ترلاسه کولو لپاره، د مقاومت د شورا په چوکاټ کې لاندې بنسټونه جوړ شوي دي:

  • د بنسټ ایښودنکو جرګه
  • مشرتابه شورا
  • عالی شورا
  • دارالانشاء
  • کاري کمیټې

 

 

بنسټ ایښودنکو جرګه

42 ماده

د بنسټ ایښودنکو جرګه عبارت له هغو شخصیتونو څخه دي، چې د محترم استاد عبدرب الرسول سیاف په مشری او د مارشال عبدالرشید دوستم په کوربتوب  د 1401 د ثور 27 تاریخې ناسته کې په شتون سره، که هغه په حضوری توګه، حقیقي، مجازي او یا استازی ګدون کړی وي، د مقاومت شورا یې په تولکه د منشور اصولو په تصویب سره په یاده جوړه شوی ناسته کی اعلامیه صادر کره.

 

43ماده

  • د بنسټ ایښودنکو جرګی دندې ددې جرګی غړو څخه د مشرتابه شورا په جوړیدو سره پای موندلی،
  • د بنسټ ایښودنکو جرګي غړې چې د مشرتابه شورا غړیتوب ته نده تللی،د عالی شورا غړیتوب ترلاسه کوی او دغه جرګه منحل کیږي او د غړو نومونه یې د یوه مهمي تاریخي پیښی بنسټ ایښودنکو په توګه په سند کی ثبت او ارشیف کیږي.

 

رهبرۍ شورا

44 ماده

رهبرۍ شورا د مقاومت په شورا کې له عالی شورا وروسته د پریکړو نیولو تر تولو لوړ مرجع ده ، چې د ګوندونو مشران او اغیزمنو سیاسی شخصیتونو څخه جوړ شوی، چې د بنسټ ایښودونکو جرګی غړیتوب ولری او یا ددی مشرانو او شخصیتونو له لوری ددی شورا غړیتوب ته معرفی شی.

 

45 ماده

رهبری شورا (   ) غړې لری، هرکله چې رهبري شورا لازمه ووینی، د غړیتوب شرایطو ته په کتو سره د مشرتابه شورا  غرړو شمیر زیاتوالی په اړه پریکړه نیسی.

 

46 ماده

په مشرتابه شورا کې د ګډونوالو ترمنځ د تناسب او تعادل اصل د دوی شتون ته په پام په مقاومت شورا کی رعایت کیږي.

 

47 ماده

په مشرتابه شورا کی د تازه متقاضیانو غړیتوب غوښتنه، لږترلږه د مشرتابه شورا یوه غړي په وړاندیز او ددې شورا په هوکړي سره کیداشی ترسره شی.

 

48 ماده

د رهبرۍ شورا غړو ځانګړینې

  • دګوند یا د اغیزمن سیاسي ډلی مشري ولری یا وتلي سیاسی یا ټولنیز شخصیت وی،
  • د نیک شهرت لرونکي وي
  • د مقاومت شورا منشور ومنی او ژمن وي چې د موخو او ارزښتونو پلي کیدو په لاره کې یې هڅاند دی
  • په دې موخه غوشتنه د رهبرۍ شورا یوه غړي په وسیله دې شورا ته وړاندې کړي.

 

49 ماده

په رهبرۍ شورا کې تولې پریکړې په شورایې توګه نیول کیږي او هڅه کیږي، چې په اتقافې توګه ترسره شی، او اکثریت غړو په شتون لږترلږه له ټولو غړو دریمه برخه اود حاضرو دوه دریمه برخه غړو په رایو نیول کیږي.

50 ماده

د رهبري شورا لومړي غونده د شورا تر ټولو لوی عمر لرونکی غړي په مشری ترسره کیږي. د رهبرۍ شورا غوندو ریاست په دورانی توګه دي.

 

51 ماده

د رهبرۍ شورا واکونه :

  • د عالي شورا غړو ټاکل،
  • د دارالانشاء ادارې پلاوي او د کمیټو اداری پلاوی ټاکل او عزل او د دوي د دندو لایحې او طرحو او پروګرامونو تصویب
  • ددې منشور په رڼا کط د مقاومت شورا د پالیسو او پروګرامونو تصویب او طرح
  • ددې شورا تر جوړیدو د عالی شورا واکونو عملی کول

 

 

 

52 ماده

رهبرۍ شورا د طرزالعمل په وسیله چې تصویبوی یې، خپلې دندې او واکونه عملي او خپلو غوندو ترسره کیدو څرنګوالی ځانګړي کوی.

عالي شورا

53 ماده

عالی شورا د مقاومت شورا د پریکړو نیولو تر تولو ستره مرجع ده

54 ماده

عالي شورا د رهبري شورا او اداري پلاوي او د کمیټو بورد  پر غړو سربېره، د ګوندونو او سیاسي ډلو له مشرانو، سیاسي شخصیتونو، علماوو، د مدني ټولنې فعالانو، مېرمنو او فعالو ځوانانو څخه جوړه ده.

 

55 ماده

د عالي شورا غړو ځانګړینې

  • نیک شهرت
  • اغیزمن او ولسی شخصیت لرونکي
  • د مقاومت شورا منشور منونکي او دې ته ژمنتا چې د ارزښتونو او موخو پلی کیدو په لاره کې یې هڅې کوی
  • ددې موخې لپاره لږترلږه د رهبرۍ شورا یوه غړي په تایید او وسیله دې شورا ته د غوشتنې وړاندې کول

 

56 ماده

عالی شورا له 25 تر 301 غړي کولی شی ولري، که چیري رهبري شورا اړینه وبولی  کولی شی د غړو شمیر یې زیات کړي.

 

 

 

57 ماده

د عالی شورا واکونه:

  • د مقاومت شورا منشور تعدیل او تصویب
  • د رهبرۍ شورا له لوری وړاندیز شوو پروګرامونو او پالیسو تصویب
  • د مقاومت شورا د لویو سیاستونو لکه خبری اتری، مصالحت او وسله وال مقاومت په اړه پریکړه نیول
  • له دوو کلونو وروسته بلي دوری ته د رهبرۍ شورا غړو ټاکل

 

58 ماده

د عالي شورا کار موده دوه کاله ده او عالي شورا ددې منشور په رڼا کې د طرزالمعل ترڅنګ، خپل د کار څرنګوالی بیا وي.

 

دارالانشاء

59 ماده

دارالانشاء د کمیټو چاری تنظیم کوی. د دارالانشاء رییس او اداري پلاوي غړو ټاکل د رییس په وړاندیز دندو ته په کتو او د اړتیا په صورت کې رهبرۍ شورا له لوری تصویب یږي.

60 ماده

دارالإنشاء د رییس له لوري یې  مدیریت او د رهبرۍ شورا له لوری رهبري کیږي او د خپلو  دندو لایحه چمتو کوی او رهبرۍ شورا ته د تصویب په موخه وړاندې کوی او رهبرۍ شورا ته ځواب وینکي وي.

کمیټې

61 ماده

د مقاومت شورا کمیټې د اړتیا په صورت کې د مشرتابه شورا له لوري رامنځته کیږي او د هریوه کمیټي د ندو لایحه رهبري شورا په تصویب سره په سند کې مشخص کیږي.

62 ماده

کمیټې خپل ادارې  پلاوی له لوری مدیریت او د مشرتابه شورا له لوری رهبری کیږي او هریوه کمیټه د مشرتابه شورا یوه غړي تر رهبر لاندی فعالیت کوی

63 ماده

کمیتې په لاندې توګه دي

  • د ستراتیژیکو اړیکو کمیته
  • د بهرنیو اړیکو کمیټه
  • سیاسي کمیټه
  • دفاعي او امنیتي چارو کمیټه
  • د علماو کمیټه
  • د ښځو چارو کمیټه
  • د ځوانانو چارو او مدني ټولني کمیټه
  • د اطلاعاتو او فرهنګ کمیټه
  • د بشری حقونو کمیټه
  • د سولې او خبرو اترو کمیټه
  • پارلمانې چارو کمیټه
  • اقتصادي چارو کمیټه
  • د ښونې او روزنې کمیټه
  • د لوړو زده کړو کمیټه
  • د ګډوالو چارو کمیټه
  • ټولنیزو چارو کمیټه

64 ماده

د اړتیا او لیدلوري له مخې، رهبري شورا کولی شي، نوې کمېټې او د اړتیا وړ نور بنسټونه  جوړې کړي او د هغوی د کار لار وټاکي؛

65 ماده

اداري پلاوي ؛ د كمېټو رئيس، مرستيالان او منشيان سره  د رهبري شورا له خوا د شپږو مياشتو لپاره ټاكل كېږي او د كار موده يې د نورو شپږو مياشتو لپاره تمديدېږي، نوی اداري پلاوی د کمیټو له غړو(د کمیتو بورد) څخه ټاکل کیږي.

 

 

66 ماده

هره کمیټه د خپلو دندو لایحه چمتو کوي او د دارالانشا له لارې د تصویب لپاره رهبري شورا ته لیږي.

67 ماده

کمیټې مشرتابه شورا ته ځواب ورکوونکي دي.

 

 

شپږم څپرکی

متفرق احکام

68 ماده

هر هغه څه چې په دې منشور کې د افغانستان راتلونکي سیاسي نظام اړوند راغلې دي، د دې منشور لاسلیک کونکو له لخوا هڅه کیږي، چې د افغانستان راتلونکي اساسي قانون کې درج او پرې ټینګار کیږي

 

69 ماده

د ١٣٨٢ لمریز کال د افغانستان اسلامي جمهوري اساسي قانون دویم څپرکی له هغو مواردو پرته چې ددې منشور له توکو سره په ټکر او تناقض کې وي، نافذ به شي

 

70 ماده

د مقاومت شورا فعالیتونه لګښت د مشرتابه شورا غړو او پلویان لخوا تمویل کیږي

 

71 ماده

دغه منشور په یوې مقدمې، شپږو څپرکو او یواویا مادو سره چمتو شوي چې د شورا مشرتابه له تصویب وروسته د ١٤٠١ لمریز کال د زمري په ٧ /29 جولای 2022 کې مرعی الاجراء دي.

 

یادښت

دغه منشور د بنسټ ایښودنکو لخوا تصویب شوي دی

د ویلوه ده چې” د افغانستان اسلامي دعوت ګوند د هیواد سیاسي نظام په اړه بحث او د پریکړو نیول راتلونکي ته موکول بولي “ او حزب اسلامي د هېواد د راتلونکي سیاسي نظام په تړاو د «پارلماني» کلمې تر څنګ د «غیر متمرکز» کلمې له ذکر سره موافق نه دی. د ملي کنګري ګوند پر دې ټینګار درلود چې ددې منشور پاملرنې وړ سیاسي نظام ”فدرالي “ وي

ومن الله التوفیق

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟