جستجو
Close this search box.

سریزه:

وروسته له هغه چې واکمنې ډلي د 2021م کال د اګست په 15 د ځینو ټاکلو بهرنیو کړیو په مرسته د یوې پټې دسیسې په ترڅ کې طالبانو ته حکومتي واک انتقال کړ اود  نظام اډانه ویجاړه شوه ، افغانستان یو ځل بیا په یوه ډاروونکي شاتګ سره دمځکي پر مخ د خلکو لپاره په یوه دوږخ بدل شو. تاوتریخوالی ، ځان اوچت ګڼنه ،قومي، مذهبي او سیاسي تصفیې په غوره ییزه توګه  پیل شوې. د هېواد وګړي په ځانګړې توګه ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې شوې .په هېواد کې نافذ اساسي قانون او نور مدني قوانین وځنډول شول او پر ځای یې دطالبانو سارایي اوسلیقوي محکمې د افغانستان د خلکو پر برخلیک واکمني شوې؛ پر دې سربېره بې وزلي، لوږه، بېکاري، د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل او له کار او ټولنیزو فعالیتونو څخه د ښځو منع کول، شکنجه، ظلم او د بشري حقونو د سرغړونو ګڼې پېښې د هېواد د وګړو دهډوکو دعذاب تر پولو پورې  ورسېدې

نن ورځ  افغانستان په حقیقت کې د ترورېزم په پټنځای بدل شوی او د سخت دریځو د زیاتېدونکي تمرکز ځای دی. داوضع نه یوازې افغانستان ته ګواښ پېښوي؛ بلکې ګاونډیان ، سیمه او نړۍ هم له جدي ننګونو سره مخامخوي د افغانستان د ژغورنې ملي شورا په دې باور ده چې د افغانستان او نړۍ خلک دمخه تردې چې ناوخته شوئ وي، او دسیاسي تفاهم ټول فرصتونه له منځه تللي وي کولای شي چې د یوې ګډې ارادې په رامنځ ته کولو او د صادقانه سیاسي هڅو په پیلولو سره هم افغانستان له دې ناورین څخه وژغوري اوهم دسیمي اونړۍ دهیوادونو دولسونو ژوند اوامنیت دترخو تروریستی یرغلونو دازموینو له تکرار څخه حفظ او تضمین کړي.

1

دملي مقاومت شورا داوسني دتأسفه ډک حالت دپای ته رسولو، دهیواد دخلاصون، دنوي اساسي قانون دتصویب په رڼا کي ولس ته دواک بېرته سپارلو اود با ثباته، ټول منني، یوبل منني، اودنوي افغانستان دبنسټ ایښوولو وعصرته دورننوتلوپه خاطر، دوړاندیز په توګه خپله طرحه په لاندي توګه وړاندي کوي؛

دا پلان به د مختلفو لوریو او مخورو په مشوره ترتیب شي او په هغه کې به د هیواد د ژغورنې او د خلکو د هوساینې، ملي ګټو او د ولسونو د ونډې اخیستنې په اړه خبرې کیږي. د هېواد په راتلونکې، د ثبات او تلپاتې پرمختګ، د خلکو د هوساینې او د افغانستان د وضعیت د بیا رغولو او له ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره په اړیکو کې به د هغه مثبت او رغنده رول ټول اړخونه په پام کې لري.

د ملي مقاومت شورا دفرصت په غنیمت سره،  و ټولو سیاسي ګوندونو، بنسټونو او با نفوذه مخورو، پوهانو، علماوو ، میرمنو، ښاغلو او ځوانانو ته بلنه ورکوي چې د هیواد د ژغورنې په موخه  یو متحد سیاسي پوښښ رامنځ ته کړي او په ګډې هڅي سره د یو بل و څنګ ته د تلپاتې سولې او ثبات د ترلاسه کولو او په دې برخه کې د خپل تاریخي رسالت داجراء او ملي پور د ادا دپاره د هېواد د تاریخ یو مهم پړاو ترسره کړي.

هدفونه :

  1. د جګړې او تاوتریخوالي ختمول او له اوسني ناوړه حالت څخه د خوښې وړ حالت ته انتقال؛
  2. له جنګ او تاوتریخوالی څخه پاک، ټول منونکي ، ولسواک، عدالت غوښتونکي، له هر ډول تبعیض او تعصب څخه د اسلامی ارزښتونو په رڼا کې د اعتدال په رعایت او د قانون تر حاکمیت لاندي د نوی افغانستان جوړول؛
  3. وژونکي وسله والې سیالۍ په سالمو سیاسي او مدني رقابتونو، د برنامو لرونکو او قانوني سیاسي ګوندونو په بڼه بدلول؛
  4. ددایمي ثبات منځ ته راوړل اود متوازن انکشاف او عمومي سوکالۍ تامینول؛
  5. ولس ته دحاکمیت بیا سپارل ،دنامتمرکز پارلمانی نظام په چوکاټ کي ددولتي ځواک مهارول اوبنسټیز کول او د اساسي قانون دتدوین دلاري دوالیانو، ښاروالانو او ولسوالانو ټاکل؛
  6. د فعالی بې طرفۍ او متقابل درناوي د اصولو په پلي کولو سره په سیمه او نړۍ کې د افغانستان د حیثیت او رغنده رول پر ځای کول.

 

اهدافو ته د رسیدو ګامونه:

لومړی پړاو : د خبرو اترو لپاره د پړاو ټاکل

په ملي کچه:

  1. د طالبانو د مخالفو سیاسي قوتونو ترمنځ د واحد پوښش جوړول؛
  2. د هیواد د ژغورلو لپاره د ګډ کاري چوکاټ په اړه موافقه؛
2
  • له بحران څخه د تېرېدو پر پلان موافقه.؛

 

  1. د هیواد د راتلونکي نظام په اړه توافق چې د هیواد د ټولو اتباعو لپاره د تلپاتې ثبات، پرمختګ، سوکالۍ او ټولنیز عدالت لپاره لاره هواره کړي او د افغانستان د بیرته ستنیدو او جګړې څخه تضمین او مخنیوی وکړي ؛
  2. د ټولو اړخونو سره د اړیکو چمتو کولو او اسانتیا لپاره د ځانګړي پتې یا ادرس ټاکل.

په نړیواله کچه :

ملګري ملتونه یوه واک لرونکي او استاځي توب کوونکي هیئت ته ددندې په سپارلو سره دسولي دبهیر په پیل کولو او ادارې کولو او مذاکرو ته دلاري په جوړولو دغه ګامونه اخلي:

  1. دهرې ورځې په تېرېدو دافراطي ډلو دزیاتوب په وجهې د افغانستان د کړکیچ او په خلکو، سیمه او نړۍ کې د هغې د حقیقي او احتمالي بدمرغه پایلو په اړه د یو واحد تفاهم رامینځته کول؛
  2. په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت پر بنسټ د ګاونډیو، سیمې او نړۍ تر منځ د هماهنګۍ رامنځته کول او د ګټو د ټکر له ځای څخه د ګټه اخیستونکو هېوادونو د ګټو د تعامل محور ته د هېواد راګرځول او د یوې ګډې ارادې رامنځته کول چي د افغانستان د کړکیچ د سیاسي حل سره سمون وخوري؛
  3. د وړاندیز شوې لارې څخه د طالبانو دډلې اومحوري جریانونو اودهغي ډلې دمخالفینو دحمایت حاصلول اودطالبانو مخالف کوم هیواد کې دمرکزي دفتر اونمایندګیو پرانیستل.

 

دریمه کچه :

د انتقالي دورې د انتقالي حکومت پیل

د انتقالي حکومت دندې:

  1. د سولې د موافقې د احکامو بشپړ ګام په ګام تطبیق؛
  2. د هیواد د مرکز او ولایتونو د امنیت رامنځ ته کول؛
  3. د نوي قانون له مخې د وسلو راټولول او د هیواد راتلونکي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته سپارل؛
  4. د دفاعي او امنیتي ځواکونو بیارغونه؛
  5. د افغانستان په خاوره کې د بهرنیو ترهګرو د شتون او ننوتلو مخنیوی؛
  6. د اساسي قانون د بیاکتنې د کمیسیون جوړول؛
  7. د ټاکنو د قانون د تعدیل کمیسیون جوړول؛
  8. د ټاکنو دقانون تالیف او تصویب؛
  9. د ټاکنو د خپلواک کمیسیون جوړول؛
3
  • د انتقالي دورې له پای ته رسیدو څخه شپږ میاشتې مخکې د اساسي قانون د تصویب لپاره د لویې ملي شورا جرګې رابلل؛

 

  1. د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون جوړول ؛
  2. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمیسیون جوړول؛
  3. د ملګرو ملتونو په همکارۍ د نفوسو د سرشمیرنې پیل او د نوي الکترونیکي تذکرو ویش؛
  4. د روڼتیا، حساب ورکونې، موثریت، ټول شموله او د عصري حکومتولۍ د اصولو په نظر کې نیولو سره د چارو اداره کول او وده ورکول- د ټولنیز عدالت سره د قانون حاکمیت؛
  5. د ورځني فعالیتونو تعقیب او په متوازن ډول خلکو ته خدمات وړاندې کول؛
  6. د اداري فساداو د مخدره موادو د کښت ، تولید اوقاچاق پر وړاندې مبارزه؛
  7. د هیواد د ټولو سیمو لپاره د متوازن انکشاف لپاره د هر اړخیز پروګرام چمتو کول؛
  8. دټولو ګاونډیو سیمه ییزو اودنړۍ دهیوادونو سره دملګرتوب داړیکیو رغول او ددوه اړخیز درنښت داصل په ساتلو اوپر ملي ګټو ولاړ دافغانستان دبې پايه منابعو اودهغه دجیو سټراټیجیک موقعیت څخه په غوره توګه ګټه اوچتول؛
  9. د ډیموکراسۍ ، بشري حقونو، د بیان د آزادۍ، ازادو رسنیو، د ښځو د حقونو، انساني کرامت، د مدني بنسټونو دپیاوړتیا او ساتنې، خصوصي سکتور او دکورنیو تولیداتو ملاتړ؛
  10. د اقتصاد د ودې لپاره د ملي او نړیوالو پانګوجذب او ملاتړ او د هیواد د کانونو او تر ځمکې لاندې زیرمو قانوني استخراج؛
  11. د ټاکنو د نوي قانون سره سم د رڼو او هر اړخیزو ټاکنو ترسره کول.

 

څلورم پړاو:

منتخب حکومت

د نوي منتخب حکومت پیل او د نوي افغانستان د جوړیدو دورې ته داخلیدل

د نړیوالې ټولنې او افغانستان ژمنې:

  1. د سولې د تړون د څارنې او په بشپړه توګه د پلي کولو ژمنتیا؛
  2. په هیواد کې قومي، مذهبي او جنسیتي تنوع ته د درناوي په موخه د سالمو، اغیزمنو، ځواب ویونکو دولتي ادارو جوړول؛
  3. د اتباعو اساسي حقونو ته په ځانګړې توګه د ښځو درناوی او له فساد سره په جدي توګه مبارزه، د نشه یي توکو د کښت او قاچاق مخنیوی؛
  4. افغانستان ته د ترهګرو ډلو سره د تړاو لرونکو کسانو د شتون او ننوتلو مخنیوی؛
  5. د بیان د آزادۍ، آزادو رسنیو، خصوصي سکتور او مدني ټولنې د بنسټونو پیاوړتیا؛
4
  • د هغو نړیوالو کنوانسیونونو او میثاقونو د رعایت کولو مکلفیت چې افغانستان ورسره یوځای شوی دی.

 

 نړیواله ټولنه:

  1. د سولې د هوکړې د بشپړ تطبیق لپاره هر اړخیز ملاتړ؛
  2. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تر څارنې لاندې د اروپایي ټولنې او د اسلامي همکاریو د سازمان په ګډون د څارنې د میکانیزم (۸+۲) جوړول؛
  3. د انتقالي حکومت د پراختیایي بودیجې تمویل، په ځانګړې توګه د دفاعي او امنیتي ځواکونو بیارغونه، د پوهنې سکتور او پراختیایي پروژې او د هیواد اقتصادي زیربناوې.

یادونه:

د نورو سیاسي بهیرونو ، بنسټونو ، مخورو، سیاسي ، مدني اودبشري حقوقو دفعالینو ، فعالو ښځو ، ځوانانو ، اودهیواد دپوهانو دنظریاتو دترلاسه کولو وروسته ، دهیواد دژغورني دطرحې تفصیل بشپړ اوتاسو ته ډالۍ کېږي .

ومن الله التوفیق

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟