جستجو
Close this search box.

بسم الله الرحمن الرحیم

یا مقلب القلوب والابصار،یامدبر الیل والنهار،یا محول الحول والاحوال،حوّل حالنا الی احسن الحال

د ۱۴۰۴ لمريز کال نوروز او د طبیعت د پسرلي پیل چې د ودې، زېږېدنې، امید، تازه والي او خوشحالۍ فصل دی، ټولو هغو ملتونو ته چې نوروز ته درناوی کوي، او زموږ ګرانو هېوادوالو ته یې صمیمانه مبارکي وایو.

د افغانستان ملي دودونه، تر ټولو اخلاقي او پاک دودونه دي. زموږ خلک له پېړیو راهیسې نوروز ساتلی دی. نوروز په افغانستان کې د انساني ارزښتونو لکه د صله رحم (خپلوي پالنه) او مهربانۍ سره یو ځای شوی دی. زموږ د ګرانً ملت یوه ځانګړنه دا ده چې نوروز د دعا او توسل سره یو ځای لمانځي. سږنی پسرلی د قرآن پسرلي او د روژې مبارکې میاشتې سره برابر شوی، له همدې امله، د افغانستان د ملت معنوي ارزښتونه او مهربانۍ سږکال ځانګړې بڼه لري.

د نوروز او پسرلي ستر درس سخاوت او بښنه ده. پسرلی خپل باران او تازه‌والی له هېڅ چا نه منع کوي. څومره به ښه وي که موږ، انسانان هم، نور خلکو، چاپېریال، او ټولنې ته په همدې نظر وګورو—د ټولو لپاره ښه‌والی، خوښي، او ټولنیزې ګټي وغواړو او له ناحقه تعصب او تبعیض څخه ډډه وکړو. راځئ چې ټول خپل هېوادوال، پرته له جنس، قوم، دین او مذهب، په ورورولۍ سره سره مینه وکړو او له ټولو سره د انسانیت، ښه اخلاقو، انصاف او عدالت پر بنسټ چلند وکړو.

زموږ ګران هېواد افغانستان له نږدې څلور کلونو راهیسې، د طالبانو د واک ته ستنېدو وروسته، د بشري حقونو او مدني آزادیو وضعیت د پام وړ خرابوالی لیدلی دی. طالبان د سخت‌گیرانه قوانینو په پلي کولو سره ښځې له ډېرو اساسي حقونو محرومې کړي، د بیان ازادي او مطبوعات یې سخت محدود کړي، او مذهبي او قومي لږکي د پراخو بشري حقونو سرغړونو سره مخ دي. د دې تر څنګ، د طالبانو زندانونه د سیاسي بندیانو او مخالفینو نه ډک دي، نړیوالې بشري مرستې بندې شوې، د ډېرو هېوادونو اقتصادي اړیکې پرې شوې، او د خلکو بېکاري د شدید اقتصادي بحران لامل شوې ده.

په دې موده کې، موږ د مهاجرت، پناه غوښتنې، او بې‌ځایه کېدو لویې څپې ولیدې، او ډله‌ییزې کډوالۍ لا هم دوام لري، چې دا هر څه د افغانستان د پرمختګ او پراختیا پروسه له جدي ننګونو سره مخ کړې ده. د طالبانو واک ته رسېدل د وېرې فضا رامنځته کړې، د هېواد راتلونکی یې نامعلوم او بې‌ثباته کړی، او د افغانانو ژوند یې ستونزمن او د زغملو وړ نه دی. له بده مرغه، طالبان د خپلو واضحو دښمنیو ترڅنګ، چې د کلتور ضد سیاستونه یې هم پکی شامل دي، نوروز هم منع کړی. دا دښمني د دوی د توندلیدۍ او تحجر له امله ده، چې د افغان تمدن د ارزښتونو او هویت سره د دښمنۍ دوام ګڼل کېږي. له دې ټولو ستونزو سره، نړیواله ټولنه یوازې ننداره کوي او د افغانستان د بشري حقونو ناوړه وضعیت ته هېڅ عملي توجه نه کوي.

د طالبانو د واکمنۍ کلونه له ډېرو ناخوالو ډک وو، خو زموږ ملت تل هڅه کړې چې د زغم، صبر، او فرصتونو څخه په ګټه اخیستو، ژوند د روښانه راتلونکي په لور سوق کړي. موږ خپل هوښیار او با بصیرته ملت ته ډاډ ورکوو چې موږ هم ستاسو د ملي او اسلامي ارزښتونو د تحقق، مصلحت، او ګټو لپاره په خدمت کې یو او په دې لار کې به له هېڅ ډول هڅو او مبارزې دریغ ونه کړو.

دنوی کال په دعا کې له الله تعالی ج نه غواړو چې موږ ته د مثبت تحول او غوره بدلون زمینه برابره کړي. “احسن الحال” یعنې دا چې وکولای شو خپلې کمزورۍ په قوت بدلې کړو. ان‌شاءالله، د دې برکتناکې شېبې او دعاګانو ددی همږغی له امله، نوی کال د افغانستان د ملت د بریا او عزت کال وي.

یو ځل بیا، د نوي کال مبارکي ټولو هغو ملتونو ته وایو چې نوروز ته درناوی کوي، د افغانستان د ازادۍ د لارې شهیدانو درنو کورنیو ته، د محرومو خو مبارزو ښځو او نجونو ته چه زده کړو محرومی دی د ټولو قومونو او قشرونو یووالي ته، زموږ په بهر مېشتو هېوادوالو او هر هغه چا ته چې د افغانستان راتلونکې مهم ګڼي.او ټولو هغو کسانو ته چه زړونه یی زموږ دګران هیواد افغانستان سره تړلی وی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟