جستجو
Close this search box.
Atash-zadan-Shamali

د ستر څښتن په ستر نامه

د طالبانو جنایتکارې ډلې د ۱۳۷۸ هجري لمریز کال د اسد د میاشتې په لسمه نیټه شمالی ته په ننوتلو سره جدي جنایتونه وکړل چې په پایله کې یې د زرګونو خلکو ژوند واخیست او د خلکو کورونه او مېنې یې ورانی کړلې.

د طالبانو د جنایتکارې ډلې په شمالي کې د تاریخ په نه هیرېدونکو اعمالو کې عام وژنه، بندی کول، د ښځو اسیر کول، د انګورو باغونو سوځول، د ونو او نیالګیو پرې کول، د خلکو د استوګنې کورونه او عامه تأسیسات ورانول او د سوځول شوې ځمکې سیاست عملي کول شامل وو.

د افغانستان د ژغورنی لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، پداسې حال کې چې دا تاریخي جنایت په کلکه غندي او هغه عوامل چې اوس مهال د ځینو نړیوالو هیوادونو او داخلي عناصرو د توطیې په اساس یو ځل بیا د هیواد او زموږ د خلکو په سرنوشت مسلط شوي غندي، ټینګار کوي چې د ماهیت له مخې په چلند، کړنو او ذهنیت کې هیڅ ډول بدلون نه دی راغلی. هغه ډله چې پنځه ویشت کاله مخکې په شمالي، بلخ، یکاولنګ او د هیواد په نورو سیمو کې یی جنګی جنایتونه وکړل او نن هم د افغانستان او خلکو سرنوشت په لاس کې لري، چې برعکس په دې دوره کې د نورو طریقو په واسطه د خلکو د ځپلو، وژلو، شکنجه کولو او بندی کولو اقدام کوي او افغانستان د ترهګرۍ د ترویج او صادرولو په یوه خوندي ځاله بدل کړی دی.

په نړۍ کې هغه کسان چې بیدار ضمیر لري او پېښې تعقیبوي، تمه نه لري چې نړۍ په یوویشتمه پیړۍ کې له هغو کسانو سره تعامل وکړي چې ددغه  ډول جنایتو داغ یی پر تندی لګیدلی وی.

د ۱۳۷۸ هجري لمریز کال د اسد د میاشتې د ۱۰مې نېټې د جنګي جنایتونو عاملین په غندلو سره، د دې پېښې د قربانیانو یادونه او خاطرات لمانځو، د لوی شمالی د خلکو د فداکارۍ، حماسې او شهامت ستاینه کوو، او غوښتنه کوو چې نړیواله ټولنه د طالبانو ډلې جنایات د جنګي جنایتونو په توګه وپېژني او د دې ډلې مالي او سیاسي ملاتړ پرې کولو له لارې د افغانستان کی  اولسواکۍ ته د بېرته راستنېدو په بهیر کې مرسته وکړي ترڅو د افغانستان خلک وکولای شي خپله راتلونکې خپله وټاکي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟