جستجو
Close this search box.
روز استقلال افغانستان

د روان کال د اسد ۲۸مه د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو له ۱۰۵ می کلیزې سره برابره ده. د ملي مقاومت عالي شورا د دغې تاریخي ورځې د رارسیدو په مناسبت د افغانستان غیور ملت ته مبارکي وایي.

 

له بده مرغه د پرله پسې دریم کال لپاره د هیواد خپلواکي په داسې حال کې  راځي چې زموږ خاوره د ورسته پاتی ډلی او پردیو د لاسپوڅو او پیروانو په لاس کې ده او زموږ هیواد او خلک د دې ډلې له کړنو سخت زیانمن شوی دی.

 

د افغانستان خلکو د ۱۲۹۸ هجري لمريز کال د اسد په ۲۸مه نېټه د هېواد خپلواکي ترلاسه کړه، خو د وخت د حکومتونو ناپوهه کړنې او چلندونه د ثبات نه راتګ او د خلکو د غوره ټولنې د نه جوړښت سبب شول. همدا لامل شو چې د انګرېزانو وروسته، د پخواني شوروي ځواکونه پر افغانستان یرغل وکړي، چې زیانونه یې تر اوسه هم محسوس دي.

 

افغانستان د نړۍ له هغو څو هېوادونو څخه دی چې په تېر او معاصر تاریخ کې یې خلکو د ازادۍ لپاره بې شمېره قربانۍ ورکړي دي. په ۱۲۹۸ هجري لمریز کال کې د خپلواکۍ له ترلاسه کولو وروسته د جهاد، مقاومت، دیموکراتیکې دورې او اوسنیو شرایطو کې د سلګونو زرو شهیدانو، بې ځایه شویو او معلولینو قرباني د تاریخ په لړ کې زموږ د خلکو د مبارزې او سرښندنې روښانه سمبول دی.

 

د هېواد د استقلال او ازادۍ په ساتنه کې د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا په دې باور ده چې افغانستان د یوه داسې مشروع او ځواکمن حکومت جوړولو ته اړتیا لري چې د هېواد د ازادۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ساتنه وکړي. د اوسني وضعیت دوام، چې د سیاسي خپلواکۍ تر څنګ د وګړو ازادي هم نه لري، افغانستان نور هم منزوي کوي او د ترهګرۍ په یوه خوندي ځاله یی بدلوي.

 

یو ځل بیا د هېواد د خپلواکۍ د لارې شهیدانو، د جهاد، مقاومت، د خلکو واکمنۍ د دورې او د تېرو درېیو کلونو پېښو شهیدانو یاد او خاطرو ته درناوی کوو او د دوی و روحونو ته دعا استوو.

و من‌االله التوفیق

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟