جستجو
Close this search box.
Ahmad-Shah-Massoud

بسم رب‌الشهدا والصالحین

نن د هیواد د ملي اتل احمدشاه مسعود د شهادت درویشتمه کلیزه او د شهید اونۍ پیل دی. د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د هیواد د ملي اتل د شهادت کلیزه او د شهید اونۍ په مناسبت تسلیت وړاندې کوي او د شهیدانو یاد په درنښت لمانځي.

 

په ملي او ولسي موخو او ارمانونو کې فداکاري او قرباني د آزادو او سرلوړو انسانانو د ژمنی یوه برخه ده، چې د هغې د تحقق لپاره درېږي او خپل سرونه قربانوي. د افغانستان تاریخ د فداکارۍ، حماسې او روښانه ویاړونو څخه ډک دی، چې د میړانی او زړورتیا کیسې کوي.

 

د جهاد او مقاومت د کلونو او همدارنګه د ولسواکۍ په دوره کې، د افغانستان خلکو ډېرې قربانۍ ورکړې. په دې منځ کې احمدشاه مسعود د هیواد د ملي اتل په توګه د مقاومت او درېدو نښه ګڼل کېږي. هغه په هغه سختو ورځو کې چې افغانستان د تپل شوې جګړې تر فشار لاندې و، د نورو مقاومت کوونکو تر څنګ د پروفیسور استاد برهان الدین رباني په مشرۍ د ملي حاکمیت او د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا زړورانه دفاع وکړه او په دې لاره کې یې خپل ژوند قربان کړ او تلپاتې شو.

 

احمدشاه مسعود باور درلود چې افغانستان د ټولو اوسېدونکو ګډ کور دی، او د دغه هیواد اتباع کولای شي د برابر حقونو په لرلو سره د ولسواک نظام په چوکاټ کې هوسا او باثباته ژوند ولري. هغه په ټاکنو باندې د یو اصل په توګه باور درلود او ولسواکۍ ته یې ژور درناوی کاوه.

 

احمدشاه مسعود د هر ډول استبداد او ظلم په وړاندې د درېدو روایت په جوړولو سره، د ټولنیز عدالت د تحقق په اړه فکر کاوه او عدالت یې د مساوات او یو بل منلو بنسټ ګڼلو. هغه د افغانستان تاریخي ظلم د بې عدالتۍ او برتري غوښتنې پایله بلله او له دې ظلم څخه خلاصون یې هم د هدفمندې او د عدالت پر بنسټ مبارزې پورې تړلی ګاڼه. د همدې لپاره، هغه وکولای شول چې د مقاومت په جریان کې د دې مبارزې محوریت جوړ کړي.

 

د افراطیت او ترهګرۍ په وړاندې درېدل د احمدشاه مسعود او نورو هغو شخصیتونو د مبارزې اساسي محورونه وو چې په دې لاره کې شهیدان شول. بې له شکه، د هر هغه شخصیت رول چې د هیواد او خلکو د موخو او ارمانونو په لار کې قرباني شوی، د ستاینې او درناوي وړ دی او هغوی ټول د شکرانې او لمانځنې مستحق دي.

 

د ملي مقاومت عالي شورا د سولې د شهید پروفیسور استاد برهان الدین رباني، د ملي اتل شهید احمدشاه مسعود، د ملي وحدت د شهید استاد عبدالعلي مزاري، دخپلواکی ملی اتل شهید جنرال عبدالرازق، شهید احمدخان سمنګاني، شهید استاد عبدالقادر ذبیح‌الله، شهید مطلب بیک، شهید انجنیر محمد عمر، شهید استاد عبدالصبور فرید، شهید جنرال محمد داوود داوود، شهید حاجي عبدالقدیر، شهید پیرم‌قل ضیایي، شهید سید مصطفی کاظمي، شهید مولانا عبدالرحمن سیدخیلی، شهید خان محمد مجاهد، شهید علاءالدین خان او د جهاد، مقاومت، د ولسواکۍ دورې او د تېرو درې کلونو ټولو شهیدانو د کارنامو قدرداني کوي او د هغوی یاد په درنښت لمانځي. دا شورا د شهیدانو د ارمانونو سره ژمنه کوي او د هغوی د لارې د دوام په ترڅ کې، د افغانستان د اوسني وضعیت پر وړاندې مبارزه او د هیواد او خلکو د روانو کړکېچونو څخه خلاصون خپل اصلي دنده ګڼي.

 

زموږ باور دا دی چې افغانستان د یوه ظالم او تروریستي فکر لرونکي ډله‌ییز جنایتکار واک لاندې دی، او د نظام له منځه تګ سره، حکومت‌داري هم بنده شوې ده. ښځې له ټولو اساسي حقونو څخه بې برخې شوې دي او د جنسي اپارتاید ښکاره قرباني دي. په اوسني وضعیت کې، په افغانستان کې ټول بشري حقوق تر پښو لاندې شوي، او د هیواد اتباع له ظلم، جفا او بېلابېلو ناوړه کړنو سره مخ دي. خواشیني دا ده چې په داسې شرایطو کې، د نړۍ ډېر هېوادونه چې د ولسواکۍ او بشري حقونو ساتنه خپله اساسي ژمنه ګڼي، له دې ډلې سره په خوش‌باورانه تعامل کې دي. دا چلند د تروریستانو جرات زیات کړی او د ولسواکو نظامونو د ړنګولو لپاره هڅې شوې دي.

 

د ملي مقاومت عالي شورا په دې باور ده چې د افغانستان د کړکېچن وضعیت دوام به په سیمه کې د بحران پراختیا او د تروریزم د ودې، ترویج او صادریدو لامل شي او د نړۍ امنیت به له لا زیاتو ګواښونو سره مخامخ کړي.

یو ځل بیا د شهیدانو یاد او خاطرات په درنښت لمانځو او د هغوی لار دوامداره غواړو.

و من‌الله التوفیق

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟