په ډېر درنښت او عاجزۍ سره د شهیدانو ستر مقام ته، د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د افغانستان د ملي اتل، د جهاد او مقاومت د نه ستړي کېدونکي قوماندان، شهید احمد شاه مسعود د شهادت کلیزه لمانځي او د شهید د اونۍ د پیل له امله د افغانستان ویاړلي ملت، د شهیدانو درنو کورنیو، د ازادۍ او عدالت ټولو مبارزینو او د نړۍ د ازادۍ غوښتونکو ته د تسلیت او تعزیت مراتب وړاندې کوي.
ملي اتل، شهید احمد شاه مسعود، یوازې یو ستر نظامي قوماندان او بې ساری ستراتېژست نه و، بلکې یو ژور اند لرونکی مفکر او د زمان د اړتیاوو څخه خبر سیاستوال و. د هغه افکار پر ازادۍ، ټولنیز عدالت، ملي خپلواکۍ او د انساني کرامت پر بنسټ ولاړ وو. هغه په خپل ټول سیاسي او نظامي ژوند کې تل پر عادلانه سولې، د اسلامي او انساني ارزښتونو پر ساتنه، د ملي یووالي پر پیاوړتیا او د افغانستان د خپلواکۍ پر خوندیتوب ټینګار کاوه.
د هغه کارنامې زموږ د هېواد په معاصر تاریخ کې زرینې پاڼې دي. د شوروي سور پوځ د یرغل پر مهال یې د ولسي جهاد په مشرتابه سره پنجشېر دره د دښمن د ماتې نښه او د مقاومت ښوونځی وګرځوله. د کمونیستي رژیم له ړنګېدو وروسته، او په هغه وخت کې چې د طالبانو استبدادي ډلې د جهل او تاوتریخوالي سیوری پر وطن خپور کړی و، احمد شاه مسعود یو ځل بیا په کلک دریځ راپورته شو او د ملي مقاومت د جبهې په جوړولو سره یې نه یوازې زموږ د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي هویت دفاع وکړه، بلکې د خپل پایدار مقاومت په وسیله یې د افغان ملت په زړونو کې د ازادۍ، عزت او عدالت مشعل روښانه وساته.
د مسعود سیاسي او ټولنیز فکر پر خبرو اترو، ګډون او عادلانه ګډ ژوند ولاړ و. هغه بیا بیا ټینګار کاوه چې افغانستان یوازې هغه وخت د ثبات او پرمختګ پر لور تللی شي، چې ټول قومونه او ډلې په د باور، برابري او متقابل احترام فضا کې یو د بل ترڅنګ ودریږي. هغه که څه هم د جګړې په ډګر کې ستر قوماندان و، خو په خپلو افکارو کې یې د افغانستان لپاره د سولې، عدالت او مسالمت آمیز ګډ ژوند پر بنسټ روښانه راتلونکی انځور کاوه.
د احمد شاه مسعود له نظره، ښځې د ټولنې نیمایي جوړوي، او د افغانستان روښانه راتلونکی د ښځو له فعاله، باخبره او د کرامت لرونکې ونډې پرته ناشونی دی. هغه په کلکه باور درلود چې د ښځو له خپلو انساني او ټولنیزو حقونو محرومول نه یوازې د هېواد د نیمایي وګړو پر وړاندې خیانت دی، بلکې د افغانستان د پرمختګ او ودانۍ پر وړاندې ستر خنډ دی. د نجونو د زدهکړې ملاتړ او د ښځو په ټولنیز بیا رغونه کې د هغوی رول، د هغه د پرمختللو افکارو ښکاره نښه وه.
ملي اتل یوازې په افغانستان کې مقاومت ته بسنه ونه کړه؛ بلکې د نړیوال ډيپلوماسۍ په ډګر کې یې هم د افغان ولس د مظلومیت غږ نړۍ ته ورساوه. د سیمې او نړۍ له تحولاتو ژوره پوهه یې درلوده او پوهېده چې د ترهګرۍ، افراطیت او استبداد پر وړاندې مبارزه د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري. د هغه تاریخي سفر اروپایي پارلمان ته او د ترهګرۍ د پراخېدو په اړه څرګندې اندېښنې یې نن هم د هغه د ژور لید او سیاسي راتلونکتیا روښانه سند دی.
د ملي اتل ترڅنګ، د سولې شهید پروفیسور استاد برهانالدین رباني ـ د هېواد وتلی سیاسي او مذهبي شخصیت او د جهاد او مقاومت مشر ـ تل په ولسي مبارزو کې بنسټیز رول لوبولی دی. د استاد رباني او احمد شاه مسعود ترمنځ نږدې همکاري او متقابل باور، د اشغال او استبداد پر وړاندې د افغان ولس د مقاومت قوي بنسټ وګرځېد. استاد رباني د سیاسي مشر او احمد شاه مسعود د نظامي قوماندان په توګه، د ملي مقاومت دوه اصلي وزرونه وو چې د یووالي او همفکرۍ په وسیله یې د تاریخ په سختو شرایطو کې د ازادۍ، خپلواکۍ او عدالت مشعل ژوندي وساته.
کله چې د هېواد د ویاړونو تاریخ وڅېړو، د سولې شهید پروفیسور برهانالدین رباني، د ملي یووالي شهید استاد عبدالعلي مزاري، شهید استاد عبدالقادر ذبیحالله، شهید حاجي عبدالقدیر، شهید عبدالمطلب بیک، شهید جنرال عبدالرازق، شهید استاد صبور فرید، شهید جنرال محمد داوود داوود، شهید انجنیر محمد عمر، شهید احمد خان سمنګانی، شهید سید مصطفی کاظمي، شهید جنرال عبدالرحمن سیدخیلي، شهید خان محمد خان او سلګونه نور نومیالي او بېنومه شهیدان زموږ په ذهن کې راژوندي کېږي؛ هغه شهیدان چې د ولس د عزت او وقار لپاره یې خپل ژوند قربان کړ او د تلپاتې ویاړ بېلګې شول.
نن، په داسې حال کې چې زموږ ملت یو ځل بیا د استبداد او تحجر په منګولو کې راګیر شوی، د احمد شاه مسعود او د نورو د ازادۍ غوښتونکو شهیدانو نومونه لکه ځلېدونکې ستوري زموږ د راتلونکې لاره روښانه کوي. د نن او سبا د نسل رسالت دا دی چې د دې ستر شهید او د هغه د یارانو له افکارو او فداکارۍ الهام واخلي، د ټولنیز عدالت، ولسواک نظام، د ټولو اتباعو په تېره بیا د ښځو او ځوانانو د حقونو د تحقق، او د افغانستان د ریښتینې خپلواکۍ او ازادۍ لپاره په کلکه مبارزه وکړي.
دمقاومت عالی شورا په دې ستره ورځ، له ټولو ازادۍ غوښتونکو، روښانفکرانو، ځوانانو او ښځو غواړي چې په یووالي او همبستګۍ سره د ملي اتل، شهید احمد شاه مسعود لاره دوامداره کړي او اجازه ورنه کړي چې د شهیدانو سپیڅلی وینه او د هغوی لوړ ارمانونه د هېرېدو ګواښ سره مخ شي.
په پای کې، د ملي مقاومت عالی شورا د شهید احمد شاه مسعود، د سولې شهید استاد برهانالدین رباني، او د ازادۍ او عدالت د ټولو شهیدانو ارواحو ته درناوی کوي او له لوی خدای متعال څخه ددعا طلب کوي چې د شهیدانو وینه د ملت د ویښتابه ضمانت شي، د ازادۍ او خپلواکۍ روښانه لاره هواره کړي، د نن او سبا نسل ته صبر، عزم او استقامت ورکړي، او د افغانستان د رنځېدلي هېواد د جهالت، استبداد او بېعدالتۍ له منګولو خلاصون نصیب کړي. هیلې ده چې د شهیدانو نوم او یاد د کلکو ارادو الهام بښونکي او د عدالت، ازادۍ او انساني کرامت د تحقق بېرغدار په دې خاوره کی پاتې شي.