دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
چهارشنبه 26 قوس 1404
جستجو
Close this search box.

د ملي مقاومت عالي شورا په کلکه وروستی ترهګریز برید چې په اسټرالیا کې ترسره شوی، غندي او دا تاوتریخجن او له انساني ارزښتونو ضد عمل د ټولو انساني، اخلاقي او نړیوالو حقوقي اصولو خلاف بولي.

موږ د قربانیانو له کورنیو، د اسټرالیا له خلکو او حکومت سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوو، په دې غمجنو شېبو کې د تسلیت او پیوستون مراتب وړاندې کوو او د دې پېښې ټپیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوو.

د ملي مقاومت عالي شورا په ټینګار سره څرګندوي چې هر ډول ترهګریز عمل، نسل‌وژنه او د ملکي وګړو په نښه کول، که په هر ځای کې، د هر لوري له‌خوا او د هر ډول پلمې تر نامه لاندې ترسره شي، په کلکه د غندنې وړ دي، او نړیواله ټولنه باید په یوه واحد، مسوولانه او همغږې تګلارې سره د دغسې اعمالو پر وړاندې ودرېږي. له دې سره سره، باید د اسلاموفوبیا د خپرېدو مخه هم ونیول شي؛ ځکه چې د دې پېښې ژغورونکی هم یو مسلمان و. نو ځکه، ترهګري د انسانیت دښمنه ده او له هېڅ دین سره هېڅ تړاو نه لري.

موږ یو ځل بیا د ترهګرۍ او د ترهګرو د روزنې د مرکزونو پر وړاندې د مبارزې، د نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا او د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کوو

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟