دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
پنج‌شنبه 4 جدی 1404
جستجو
Close this search box.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا په ډېرې خواشینۍ او ژور تأسف سره، د زړور او فداکار قومندان جنرال اکرام‌الدین سریع او قومندان امین‌الماس شهادت د افغانستان د خلکو او د حق‌طلبۍ او عدالت‌غوښتنې جبهې لپاره ستره ضایعه ګڼي.

شهید جنرال اکرام‌الدین سریع د هېواد له وتلو او ژمنو پوځي څېرو څخه و، چې خپل ټول عمر یې په رښتینولۍ د افغانستان د خلکو د عزت، خپلواکۍ، امنیت او کرامت د دفاع په لاره کې تېر کړ، او په پای کې یې هم په همدې ویاړلې لاره کې خپل ژوند د ملي او انساني لوړو آرمانونو لپاره قربان کړ.

د ملي مقاومت عالي شورا خبرداری ورکوي چې د هدفي او له پولو اوښتو بریدونو دوام د سیمې په کچه د بشري او سیاسي امنیت پر وضعیت جدي اغېز کوي او د هغو مسؤلینو، کارکوونکو او سیاسي او پوځي څېرو ژوند چې د جمهوریت له دورې سره تړاو لري او دا مهال له هېواده بهر مېشت دي، له زیاتېدونکي ګواښ سره مخ کوي. د دې خطرناک بهیر د پایلو مستقیم مسؤلیت به د دې تاوتریخوالي د تګلارې د طراحانو، آمرانو او ملاتړو پر غاړه وي.

د ملي مقاومت عالي شورا د شته شواهدو او قراینو پر بنسټ، د دغو هدفي ترورونو سیاسي او اخلاقي مسؤلیت پر مستبدې طالب ډلې وراچوي او دا کړنه د افغانستان له پولو هاخوا د مخالفانو د فزیکي وجود له منځه وړلو د سیاست دوام بولي. شورا د ایران اسلامي جمهوریت له دولت څخه غوښتنه کوي چې په بشپړ جديت سره د دې جنایت عاملین او آمران وپېژني او عدلي او قضایي تعقیب یې کړي، او اجازه ورنه کړي چې د هغه هېواد خاوره د ترهګریزو کړنو او سیاسي تصفیاتو په ډګر بدله شي.\

د ملي مقاومت عالي شورا د دغو جنایتکارو کړنو د غندلو تر څنګ، د دغو دوو زړورو قومندانانو شهادت د هغوی درنو کورنیو، همرزمانو، یارانو او د افغانستان ټولو شریفو خلکو ته تسلیت وایي، او له لوی خدایه د دغو دوو درنو شهیدانو لپاره د درجې لوړوالی، او د پاتې شویو لپاره د جمیل صبر او ستر اجر دعا کوي.

یاد او نوم یې تلپاتې او لاره یې له پیروانو ډکه وي

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟