إِنّا للهِ وَإِنّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
د ملي مقاومت عالي شورا، د ژورې خواشینۍ او درد په څرګندولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر رهبر، حضرت آیتالله العظمی سید علي حسيني خامنهاي د ویاړلې شهادت له امله د ایران دولت او ستر ملت، د هغه درنې کورنۍ او ټولو مینهوالو او پلویانو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي. له لوی خدای جل جلاله څخه د هغه ارواښاد لپاره پراخه رحمت او الهي مغفرت، او پاتې کسانو ته صبر، زغم او روحي سکون غواړي.
د هغه د شهادت د خبر له خپرېدو وروسته، د اسلامي ملتونو او د سیمې د عامه افکارو ترمنځ د غم او اندېښنې پراخه څپه راولاړه شوې ده. نوموړی د ایران او اسلامي نړۍ له مهمو او اغېزناکو دیني او سیاسي شخصیتونو څخه و، چې لسیزو په اوږدو کې یې د فکري لارښوونې، سیاسي رهبرۍ او د اسلامي نړۍ د سترو مسایلو د ملاتړ په ډګر کې مهم رول ادا کړی او د سیمې په مهمو تحولاتو کې یې څرګند او فعال حضور درلود.
بېشکه د داسې شخصیت نشتوالی به د سیمې په فکري او سیاسي معادلو کې مهم او اغېزناک بدلونونه راولي. د هغه پراخ خدمتونه او هڅې، په بېلابېلو برخو کې لکه د دیني ګفتمان پیاوړتیا، د سیاسي خپلواکۍ ملاتړ او د اسلامي هویت او د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ ټینګار، به د ملتونو په تاریخي حافظه کې تل پاتې وي.
د ملي مقاومت عالي شورا، د ژورې خواخوږۍ په څرګندولو سره، د هغه شهادت یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بولي او د سیمې د ثبات او ارامۍ په لاره کې د یووالي، همغږۍ او هوښیارۍ پر ساتلو ټینګار کوي.
