دافغانستان دژغورنی لپاره دملی مقاومت عالی شورا
سه‌شنبه 19 حوت 1404
جستجو
Close this search box.

د ملي مقاومت عالي شورا د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ښځو له زړورتیا، استقامت او د یوې ښې انساني او عادلانه ټولنې په جوړولو کې د هغوی له مهم رول څخه ستاینه او درناوی کوي. ښځو په ټوله نړۍ کې د خپل زیار، قربانۍ او هیلو له لارې د کورنۍ او ټولنې اساسي ستونونه جوړې کړې دي او د ټولنو په پرمختګ، پوهاوي او ودې کې یې لویه ونډه اخیستې ده. دا ورځ یو فرصت دی چې د برابرۍ، انساني کرامت او د ښځو د اساسي حقونو پر ارزښت ټینګار وشي.

خو د افغانستان ښځې په داسې حال کې د ښځو نړیواله ورځ نمانځي چې د هېواد د تاریخ له تر ټولو سختو او تورو دورو څخه په یوه کې ژوند کوي. پر زده کړو، کار او ټولنیز ګډون باندې پراخ او د منلو نه وړ محدودیتونه د میلیونونو ښځو او نجونو پر ژوند مستقیم اغېز کړی او د هېواد ښځې یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې دي. په افغانستان کې له دوو میلیونو څخه ډېرې نجونې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو له حق څخه محرومې شوې دي. افغانستان اوس مهال یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له منځنیو او لوړو زده کړو څخه منع شوې دي. په هېواد کې له پنځلس میلیونو څخه ډېرې ښځې د طالبانو د ډلې د ښځو ضد پالیسیو تر مستقیم اغېز لاندې دي او هره ورځ د دې ډلې خپل سري فرمانونه، چې ښځې د ژوند له ټولو ډګرونو څخه بشپړ حذفوي، زیاتېږي. سره له دې ټولو ستونزو، د افغانستان زړورې ښځې لا هم د صبر، هیلو او ټینګې ارادې سره د انساني کرامت د ساتلو او د ښه راتلونکي لپاره مبارزه کوي.

د مقاومت عالي شورا د افغانستان له ښځو سره خپله همبستګي اعلانوي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د هغوی د اساسي حقونو، لکه د زده کړو حق، د کار حق او په ټولنه کې د ګډون حق د ملاتړ لپاره جدي او مسؤلانه هڅې وکړي. موږ باور لرو چې د ښځو له فعال او برابر حضور پرته به په افغانستان کې سولې، عدالت، هوساینې، دوامدار پرمختګ او لوړتیا ته رسېدل ممکن نه وي

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟