د ملي مقاومت عالي شورا د ملي وحدت د شهید استاد عبدالعلي مزاري د شهادت د یو دېرشم تلین په مناسبت د هغه د عدالت غوښتنې د مشر یاد او خاطرې ته درناوی کوي. استاد مزاري داسې شخصیت و چې د ټینګ ایمان، روښانه فکر او کلکې ارادې په لرلو سره یې د انساني کرامت د دفاع، د محرومو قومونو د حقونو او د ټولنیز عدالت د تأمین لپاره مبارزه وکړه او په پای کې یې خپل ژوند هم د همدې لارې په قربانۍ بدل کړ.
شهید استاد عبدالعلي مزاري یوازې یو سیاسي مشر نه و، بلکې د مظلومانو رسا غږ او د تبعیض، استبداد او د واک د انحصار پر وړاندې د مقاومت سمبول و. هغه باور درلود چې افغانستان به یوازې هغه وخت ثبات او پرمختګ ته ورسېږي چې د دې هېواد ټول قومونه او وګړي پرته له تبعیضه د هېواد په سیاسي برخلیک کې ونډه ولري. د ملي وحدت هغه فکر چې ده په صداقت او زړورتیا ورڅخه دفاع کوله، نن هم د نوو نسلونو لپاره د یوې عادلانه ټولنې د جوړولو الهام بښونکی دی.
په داسې وخت کې چې افغانستان له جګړو، اختلافاتو او پراخو بېعدالتیو سره مخ و، شهید مزاري په لوړ غږ د عدالت، سیاسي مشارکت، سولهییز ګډ ژوند او د ټولو انسانانو د حقونو، په ځانګړي ډول د افغانستان د محرومو ښځو د حقونو دفاع کوله. هغه د قومونو او مذهبونو ترمنځ د خبرو اترو، تفاهم او متقابل درناوي لاره د هېواد د ژغورنې یوازینۍ لار بلله. همدا پراخ او ستر لید لوری سبب شو چې هغه د خلکو ترمنځ د ملي وحدت د شهید په نوم وپېژندل شي.
د استاد مزاري له شهادته یو دېرش کاله تېر شوي دي، خو نوم، فکر او لاره یې لا هم د میلیونونو انسانانو په زړونو کې ژوندۍ ده. نن زموږ ټولنه تر بل هر وخت زیات هغه روحیې ته اړتیا لري چې د هغه لپاره یی مبارزه کوله؛ داسې روحیه چې پر عدالت، ورورولۍ، همبستګۍ او د ټولو وګړو د حقونو پر درناوي ولاړه وي. د شهید مزاري د یاد او ارمانونو ژوندی ساتل یوازې د مراسمو او خبرو په کولو نه کېږي، بلکې د هغه د لارې په دوام، د یوې عادلانه، ازادې او متحدې ټولنې د جوړولو له لارې عملي کېږي.
افغانستان نن داسې حال کې دی چې له بده مرغه یو ځل بیا د طالبانو د ډلې له خوا د جهالت او بېخردۍ، استبداد، تبعیض، انحصار او ځپنې تر سیوري لاندې راغلی دی. له همدې امله هېواد تر بل هر وخت زیات د هغو کسانو لارې او افکارو ته اړتیا لري چې د شهید مزاري په څېر د عدالت او ازادۍ لپاره مبارزه کړې ده. له همدې امله د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د شهید مزاري او د افغانستان د نورو سترو شهیدانو له افکارو الهام اخلي او د موجوده استبداد او تاريک اندیشۍ پر وړاندې د مبارزې په لاره کې خپل هوډ تازه کوي.
موږ د ملي وحدت د شهید د شهادت د یو دېرشم تلین په مناسبت د هغه لوړ مقام ته درناوی کوو او د خپلواکۍ، ازادۍ او عدالت د لارې ټولو شهیدانو ته ادای احترام کوو، له هغې جملې د سولې شهید پروفیسور استاد برهانالدین رباني، ملي اتل شهید احمدشاه مسعود، مرحوم مارشال محمد قسیم فهیم، شهید جنرال عبدالرازق اچکزی، شهید حاجي عبدالقدیر، شهید سید مصطفی کاظمي، شهید مطلب بیګ، شهید استاد عبدالصبور فرید، شهید احمدخان سمنګاني او د جهاد، ازادۍ او مقاومت د ټولو نوموتو او بېنومه شهیدانو یاد تازه کوو او ټینګار کوو چې د شهیدانو ارمانونه به هېڅکله هم خاموش نه شي. د افغانستان تاریخ تل له هغو شخصیتونو یادونه کوي چې په تر ټولو سختو شرایطو کې د خپل ولس د عزت لپاره ودرېدل، او شهید مزاري بې له شکه له هغو څخه یو له خورا مهمو څېرو څخه دی.
روح دې ښاد وي، لاره دې له لارویانو ډکه او د نن او سبا نسلونو ته الهام بښونکې وي.
