جستجو
Close this search box.

دلوی او مهربان خدای په ستر نامه
‎افغانستان او ترکیې جمهوریت له څه باندې یوې پېړۍ راهیسې د دوو دوستو هېوادونو په توګه چې فرهنګي مشترکات لري، خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو ته دوام ورکړی دی.
‎نن د افغانستان او ترکيې ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له يو سل او دويمې کليزې سره سمون خوري، چې د ۱۹۲۱ کال د مارچ په لومړۍ نېټه د دواړو هېوادونو د ډيپلوماتيکو استازو ترمنځ لاسليک شوی ده ، چې تر دې دمه يې د لا زياتو ډيپلوماتيکو اړيکو د ټينګښت لپاره یی دوام کړیدی ، له يوې پېړۍ څخه د مخه د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د دوستۍ اړيکې یوه پېړۍ پخوانۍ ده او پياوړتيا يې د ډېر ليرې تاريخي ماضي د اړيکو پر بنسټ ولاړه ده.
‎د افغانستان خلک د دغو اوږدمهاله اړیکو په ساتلو سره، په بېلابېلو برخو کې د ترکیې د دولت او خلکو مرستې او کومکونه ترلاسه کوي، په ځانګړې توګه د فرهنګي تعاملاتو د پیاوړتیا، روغتیا، ښوونې او روزنې او پوهنې په برخو کې. او په تېرو شلو کلونو کې د ناټو د امنيتي تړون په چوکاټ کې د افغانستان د امنيت په ټينګښت کې د افغان ځواکونو سره له مرستو مننه او قدرداني کوو.
‎نن ورځ ترکیه د افغانستان د یوه اوږدمهاله دوست او متحد په توګه د ګڼ شمیر افغان مهاجرینو کوربه توب کوي، چې دا کار د ستاینې او قدردانۍ وړ دی.
‎دا هم څرګنده ده چې د دواړو هېوادونو د خلکو او دولتونو ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې دومره صمیمی دي چې د ترکیې د چناق قلعه په مشهوره جګړه کې یو شمېر افغانانو د خپلو ترکي وروڼو او خویندو ترڅنګ جګړه وکړه او ځینی یې په شهادت هم ورسیدل ، د دوی قربانۍ په تاریخ کې ثبت دي.
‎د ملي مقاومت شورا په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماټيکو اړيکو د ټينګېدو د يو سل او دويمې کليزې د نمانځلو په ترڅ کې دا مني چې نن په افغانستان کې مشروع حکومت او حاکميت شتون نه لري او تمه لري چې د ترکيې جمهوريت دافغانانو دپخوانی اوږدی دوستی په نظر کی نیولو سره زموږ دخلګو ګټی ،د دواړو هېوادونو ترمنځ په دیپلوماتیکو اړیکو کې به د افغانانو ګډه اراده په پام کې ونیسي.
‎موږ باور لرو چې د دواړو هېوادونو او خلکو ترمنځ دوستي به له اوسني سخت امتحان څخه تېر شي او راتلونکې به يې د نيکمرغۍ او همغږۍ په رڼا کې دوام ومومي.

ومن الله التوفیق

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟