جستجو
Close this search box.

‎نن د پخواني ولسمشر د مرستيال او د افغان جهاد او مقاومت د ستر او وتلي شخصيت مارشال محمد قسيم فهيم د مړينې له نهمې کليزې سره برابره ده. د ملي مقاومت شورا په دې مناسبت د افغان ولس د عزت او سرښندنې د دغه اتل د یاد د درناوي په ترڅ کې د هغه روح ښاد او نوم یې تلپاتې غواړي.
‎مارشال محمد قسیم فهیم د هیواد د اشغال څخه د خلاصون په موخه د مبارزې په ډګر کې ولاړ او د خپل ژوند ډیره برخه یې د هیواد او خلکو لپاره تیره کړه. په سپېڅلي جهاد کې له نه ستړې کېدونکې مبارزې څخه د هېواد د ملي اتل شهید احمدشاه مسعود تر شهادت وروسته د مقاومت تر سختو مبارزو او رهبرۍ پورې او بیا د دیموکراسۍ د نوي دور په بنسټ کې یې رغنده رول ولوباوه. د جمهور رئیس مرستیال او د ملي دفاع وزارت د یو رښتیني خدمتګار په توګه د نوي ملي اردو بنسټ کېښود او د جنګ ځپلي افغانستان د پرمختګ او سوکالۍ لپاره یې په ټول توان سره مبارزه وکړه.
‎مارشال محمد قسیم فهیم په خپل سیاسي او نظامي ژوند کې د تصمیم نیولو او د خلکو له مشروع حقونو څخه د دفاع په زړورتیا مشهور و او په دې توګه یې په هر کار کې د هېواد ملي ګټو او د ټولو خلکو هوساینې ته لومړیتوب ورکاوه. نوموړی په داسې حال کې د ولسمشر د مرستیال او د دفاع وزارت مقام ته رسېدلی، چې افغانستان تازه د طالبانو له منګولو خلاص شوی و او د حکومتولۍ، دفاعي او امنیتي ځواکونو بنسټونه او د عامه خدمتونو بنسټونه له منځه تللي وو. په داسې شرایطو کې یې ګام په ګام د بن د موافقې په پلي کولو سره، د موقتې او انتقالي ادارې له جوړېدو څخه د ټاکنو ترسره کولو او د خلکو د ارادې په استازیتوب یې په پرله پسې توګه هڅه وکړه چې د نوي انتخابی نظام چوکاټ جوړ کړي، عصری او دیموکراتیک حکومت او منظم دفاعي او امنیتي ځواکونه او د دې ترڅنګ باید د خلکو لپاره په متوازن ډول ولسي خدمتونه وړاندې شي.
‎د مارشال محمد قسیم فهیم رول د سولې په راتګ، د هېواد د امنیت او ثبات په تامین او همدارنګه د عصري دولتي بنسټونو په جوړښت، د اساسي قانون په تسوید او تصویب، د ټاکنو د ترسره کېدو د زمینې په برابرولو، د ملي یووالي په تامین کې له سیاسي انزوا څخه د افغانستان را ایستل او له افراطیت سره مبارزه او د جوړښتونو په سیستماتیک کولو او د خلکو د حقونو د تامین او د هغوی د خپلواکۍ د حق پر تامین تمرکز د ستاینې او قدردانی وړ دی.
‎د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا د مارشال محمد قسیم فهیم د مړینې د نهم تلین په مناسبت دهیواد ددغه شخصیت قربانی او هلی ځلی که د جهاد او مقاومت په دوره کې وې اوکه دجمهوریت په راتلو کی وی د هېواد د دغه وتلي سیاسي شخصیت د سترو لاسته راوړنو، ارزښتناکو خدمتونو او قربانیو ستاینه کوي. او نوم به یې په تاریخ کې د تل لپاره یاد پاته وي.

ومن الله التوفیق

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟