جستجو
Close this search box.
حمله در دشت برچی

د خدای په نوم

د کابل لوېديځ په دشت برچی کې د چاودنې په پايله کې زموږ يو شمېر بې ګناه هېوادوال شهيدان او يو شمېر نور ټپيان شول.

د افغانستان د ژغورنې ملي مقاومت شورا د دغې خونړۍ پېښې عاملین په کلکه غندي، د دغې خونړۍ پېښې شهیدانو ته جنت د ټپیانو ته عاجلې روغتیا او کورنۍ ته د جمیل صبر هیله کوي.

طالب ډله امنیت خپله یوه لاسته راوړنه ګڼي، خو دا ښکاره امنیت د دوی د نورو درواغجنو ادعاوو په څېر له یوې دروغجنې ادعا پرته بل څه نه دي. طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د ترهګریزو بریدونو په ترسره کولو سره په هېواد کې د ناامنۍ او بې ثباتۍ لامل ګرځېدلی او نن یې د سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو ډلو په کوربه توب افغانستان د ترهګرو په امن پټنځای او د نړۍ لپاره په یوه ګواښ بدل کړی دی.

د ملي مقاومت شورا په دې باور ده چې د نننۍ پېښې او دې ته ورته پېښو تر شا عوامل د طالبانو د څو ډلو تر منځ او د هغو تروریستي ډلو د شتون پایله ده چې طالبان یې ملاتړ او کوربه توب کوي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت شورا یو ځل بیا د دشت برچي د پېښې د عاملینو د غندلو ترڅنګ، د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او غمشریکي څرګندوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟