جستجو
Close this search box.
Silab Baghlan

بسم الله الرحمن الرحیم

 

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې په بغلان، تخار، غور، هرات، بدخشان، بادغیس، جوزجان، نیمروز او سمنګان ولایتونو کې د ویجاړونکو سېلابونو طبیعي ناورین زموږ د لسګونو هېوادوالو ژوند واخیست او په زرګونو کورنیو ته یې ډېر مالي زیانونه واړول. موږ خپلو ټولو هیوادوالو او په ځانګړې توګه د دې زړه بوږنونکې او بې سارې پیښې ژوندي پاتې شویو او قربانیانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو او په دې غم کې ځان شریک ګڼو. د لوی خدای له دربار څخه شهیدانو ته د فردوس جنت او ټولو ټپیانو ته شفأ او کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.

 

همدارنګه د وروستیو اورښتونو او سیلابونو په پایله کې د هېواد د یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکو ته هم زیانونه اوښتي او له بده مرغه چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله د رامنځته شویو زیانونو د مخنیوي لپاره هېڅ اداره او اورګان نشته. چه زموږ د ځوریدلي خلکو زخمونه مرهم کړي.

 

دا وحشتناکه او  خرابکاره پېښې په داسې حال کې شوي چې له بده مرغه هېواد د مشروع او حساب ورکوونکي حکومت او د سم مدیریت د نشتوالي په خلا کې ژوند کوي. د شته جاهلانو او پرديپالو ډلو وژنو، شکنجو، نيولو، اختطاف، ظلم او وحشت د افغانستان د مظلومو او بې دفاع خلکو د ژوند مصؤنيت قطع کړیدی او اوس هم دردناکو طبيعي پېښو د دوی بې شمېره کړاوونه زيات کړي دي.

 

د افغانستان دژغورنی لپاره د ملي مقاومت شورا په موخه د نړۍ له ټولو هېوادونو، نړیوالو موسسو، سوداګرو، صرافانو او په بهر کې له مېشتو هېوادوالو غوښتنه کوي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلابونو او بارانونو له امله له زیانمنو شویو خلګو سره له هرې ممکنې لارې مرسته وکړي. زموږ د زیانمن شویو او اغیزمنو خلکو دمشکل دکمولو لپاره.

یو ځل بیا د هېواد په ولایاتو کې د سېلابونو په غمجنه پېښه کې د خپلو لسګونو مظلومو او ځورېدلو هېوادوالو د شهادت او د دغې پېښې له امله رامنځته شوې ناخوالې ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو او د قربانیانو  یاد ته درناوی کوو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟