جستجو
Close this search box.
Ebrahim Rayesi

انالله واناالیه راجعون

 

د افغانستان د ژغورنی لپاره د ملي مقاومت شورا، د افغانستان د خلکو په استازیتوب، د خواخوږۍ او ژورې همدردۍ مراتب د هیليکوپټر د سقوط په پیښه کې چې د اسلامي جمهوریت د محترم جمهور رئیس جلالتمآب آیت الله سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر جناب آقای حسین امیرعبداللهیان، د تبریز محترم امام جمعه جناب آیت الله سید محمد علی آل هاشم او د دوی د ملګرو شهادت لامل شو، د ورور، دوست او ګاونډي هیواد اسلامي جمهوریت ایران رهبر، دولت او ملت ته وړاندې کوي. د لوی خدای (ج) له دربار څخه د جمهور رئیس او د هغه د ملګرو لپاره لوړې درجې، او د ایران دولت، ملت او د هغوی درنو کورنیو لپاره  صبر او ستر اجر غواړي.

 

بېله شکه جناب  رئیسي، محترم جمهور رئيس، او ښاغلی عبداللهیان چې د ایران د اسلامي جمهوریت کلیدي او خدمتګزار شخصیتونه وو، چې د ایران او نړۍ په تاریخ کې په یوه نازک حالت کې د رحمت حق لوري ته ولاړه، چې د دوی په تللو سره یو لوی او نه جبرانېدونکی خلاء رامنځته شوی ده. خو د ایران په هیواد کې د شتون درایت او هوښیارۍ سره، راپیدا شوي مشکلات به حل شي او دا هیواد به د خپل وده او پرمختګ لاره تعقیب کړي.

 

د افغانستان او ایران خلک د ګډ تاریخ په اوږدو کې، په خوښیو او غمونو کې شریک وو او بې له شکه، دا غمجنه پیښه یوازې د ایران ملت پورې محدوده نه ده پاتې شوې، بلکې د افغانستان خلک هم له دې نه سخت اغیزمن او غمجن شوي دي.

 

د ملي مقاومت شورا یو ځل بیا د غمجن زړه سره دا لویه ضایعه د ستری رهبری عالي مقام ، دولت او د ګران او ورور ګاونډي هېواد، د ایران اسلامي جمهوریت ملت او د شهیدانو درنو کورنیو ته تسلیت وایي. شهیدانو ته د الله د رضا سره دفردوس جنت غواړي او د ایران ملت او دولت لپاره پایداري او استقامت غواړي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟