جستجو
Close this search box.
QayomKarzia

انالله واناالیه راجعون

 

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا په ملي شورا کې د کندهار د خلکو د یوه با نفوذه شخصیت او استازي عبدالقیوم خان کرزي د مړینې په مناسبت د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب د هغه کورنۍ او په ځانګړې توګه دهیواد پخوانی  ولسمشر ښاغلي حامد کرزي ته وړاندې کوي.

 

عبدالقیوم خان کرزی یوه عامه او سیاسي څېره وه چې ټول عمر یې د خپلو خلکو او هېواد لپاره خدمت کړی دی. هغه د ښو اخلاقو خاوند، متواضع او ارآم  انسان و، چې په ولسي جرګه کې د خلکو د استازيتوب او د خپلو سياسي فعاليتونو پر مهال يې د خلکو او هېوادوالو خدمت ته ډېره پاملرنه کړې وه.

‎موږ له لوی خدای ج له درباره څخه د ارواښاد عبدالقیوم کرزي د روح آرامي او جنت فردوس غوښتنه کوو او د هغه درنې کورنۍ او پاتې کسانو ته تسلیت اودجمیل صبر او حوصله غواړو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟