جستجو
Close this search box.
Daikundi

بسم‌الله الرحمن الرحیم
بِأَیِّ ذَنبٍ قُتِلَت

پرون د دایکندي ولایت د یو شمېر اوسېدونکو پر موټر برید وشو چې د کربلا له زیارت څخه خپلو کورونو ته د ستنېدو په حال کې وو، چې په ترڅ کې یې څوارلس تنه شهیدان او شپږ نور ټپیان شول.
د ملي مقاومت عالي شورا د دې خونړي او غیر انساني پېښې عاملین غندي، او د غمځپلو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي، د شهیدانو روح ته د ارامۍ دعا کوي او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله کوی.

د افغانستان له سپارلو وروسته وطالبانو ته، د بې ګناه خلکو وژل د مختلفو نومونو لاندې روان دي او په ورته وخت کې ظلم، بې عدالتي او د کرکې خپرول په زیاتېدونکي توګه ډېر شوي دي. د طالبانو دښمني له ټولو قومونو سره، په ځانګړي ډول له هزاره ګانو او د تشیع پیروانو سره، هره ورځ مخ په زیاتېدو ده، او په دایکندي ولایت کې وروستۍ پېښه هم د دې ډلې د هزاره خلکو او د تشیع پیروانو په وړاندې د کرکې د اوج نښه ده.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا څو ځله ویلي دي چې د طالبانو ملاتړ کول د تروریزم د خپرېدو، پراختیا او تقویه کولو، د قومي او مذهبي اختلافاتو د زیاتوالي او د نسل‌وژنې، ظلم او بې‌عدالتۍ د دوام ملاتړ دی. نو له همدې امله، دا شورا یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کوي چې د طالبانو له مالي او سیاسي ملاتړ څخه د لاس اخیستو ترڅنګ، د ولسواکۍ بېرته راتګ، د بشري حقونو تامین او د خلکو له رایو څخه د راوتلې ملي واکمنۍ د اعادې لپاره، چې د یو پراخ سیاسي بهیر له لارې ترلاسه شي، ملاتړ وکړي. که داسې ونه شي، نو تروریزم به یوازې په افغانستان پورې محدود نه پاتې کېږي، بلکې د نړۍ نورو هېوادونو ته به هم وغځېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟