جستجو
Close this search box.
US-Election

د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ انتخابات په بریالیتوب او په یوه ډیموکراټیک او په جذبه ډکه فضا کې ترسره شول، چې په کې ښاغلی ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا د خپل ولس باور ترلاسه کړ او د خپل انتخاباتي سیال په پرتله یې زیاتې رایې وګټلې او د امریکا د اووه څلوېښتم ولسمشر په توګه وټاکل شو.

 

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د امریکا دولت او ولس ته د انتخاباتو بریالي ترسره کېدل مبارکي وایي او هیله لري چې د متحده ایالاتو د نوي حکومت کار پیل به د افغانستان په وړاندې په پالیسۍ کې د اصلاحاتو لامل شي او د افغانستان د ولس د ولسواکۍ او د قانون حاکمیت د اړتیا غوښتنه به په پام کې ونیول شي.

 

له بده مرغه، د متحده ایالاتو له خوا له افغانستان څخه غیری پلان شوی او فاجعه‌بار وتل او د هېواد طالبانو ډلې ته سپارلو، چې د ناکامې دوحې موافقې پر بنسټ ترسره شو، زموږ هېواد یې د تروریزم او افراطیت په لمن کې وغورځاوه. دې کار د پخواني حکومت او د هېواد د امنیتي بنسټونو د سقوط، له ټولو جوړښتونو څخه د ښځو د حذف، پراخو بشري جنایتونو، او له افغانستان څخه د میلیونونو کسانو د بې‌ځایه کېدو لامل شو.

 

تمه کېږي چې نوی حکومت هغه کسان وپېژني او حساب ورسره وکړي چې د امریکا د حکومت په نوم یې د افغانستان د اوسني بحران د رامنځته کېدو لامل شوي دي، او په راتلونکو ګامونو کې به په هغو شخصیتونو تکیه وکړي چې په افغانستان باندې غیر جانبدار، عادلانه او د افغانانو د ارادې پر بنسټ نظر لري.

 

لکه څرنګه چې ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې ده، هیله کېږي چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې اوسنۍ ویجاړوونکې جګړې او په افغانستان کې موجود بحران پای ته ورسوي او په ټوله نړۍ کې عادلانه سوله ټینګه شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟