جستجو
Close this search box.
2025

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د ۲۰۲۵ میلادي نوي کال د پیل مبارکي وړاندې کوي او هیله لري چې نوی کال د سولې او ثبات، آرامۍ او خوښۍ څخه ډک او د بریاوو او روښانه راتلونکي په هیله یو کال وي.

 

په ۲۰۲۴ کال کې نړۍ د بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د مهمو پېښو او ویجاړوونکو بحرانونو شاهده وه چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې یې د ملیونونو خلکو په ژوند مستقیم اغېز وکړ. په نړۍ، په ځانګړې توګه زموږ په سیمه (منځني ختیځ) کې د تاوتریخوالي زیاتېدو زرګونه خلک وژلي، ټپیان کړي او بې ځایه کړي دي، او یو نوی څپې د نږدې او لیرې هېوادونو ته د کډوالۍ رامنځته کړې ده.

د بیکارۍ او غربت کچه په بې ساري توګه لوړه شوې او په یو جدي او وژونکي بحران بدله شوې ده. د افغانستان د مظلومو خلکو لپاره، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، ۲۰۲۴ کال له امنیتي، اقتصادي، ټولنیزو او حقوقي محدودیتونو ډک او خورا سخت و، چې د افغانستان د خلکو ژوند یې فلج کړی دی. غربت او لوږه، بې سوادي او بېکاري په بې ساري ډول زیاتې شوې او د افغانستان خلک یې د هېواد د تاریخ په تر ټولو تورو او تیارو وختونو کې اچولي دي.

 

په نړۍ، سیمه او په ځانګړي ډول زموږ په ګران هېواد افغانستان کې شته تاوتریخوالي او چلینجونه، او د جګړې او تاوتریخوالي څخه پاکې نړۍ د رامنځته کولو هیله ګډو هڅو، همکارۍ او دوامداره سیمه‌ییز او نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

 

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا هیله لري چې نوی میلادي کال د ګډو هڅو او نړیوالې همکارۍ کال وي، او د پرمختګ، خوشبختۍ، امنیت، یووالي او همغږۍ کال وي. دغه راز هیله کیږي چې دا کال د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو بحرانونو، تاوتریخوالي، بې ثباتۍ، ظلم او بې عدالتۍ د له منځه وړلو کال وي، په نړۍ اوپه ځانګړې توګه زموږ په ګران هېواد افغانستان کې دی عدالت وی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟