د جدی څوارلسمه چې د افغانستان په کچه د ازبکي ژبې د رسمي کېدو کلیزه ده، د دې خوږې ژبې ټولو ویونکو او د افغانستان ټولو وګړو ته مبارکي وایو.
شک نشته چې ازبکي ژبه د افغانستان د غني ژبو له ډلې څخه یوه مهمه ژبه ده، چې د ستر کلتوري او تاریخي میراث شاته لري. افغانستان، چې د بېلابېلو ګړدودونو او فرهنګونو کور دی، د تنوع او ډول ډول کلتورونو په لرلو سره ځانګړې ښکلا موندلې ده.
په افغانستان کې ازبکي ژبه د نورو ژبو ترڅنګ داسې ویاړونه او ارزښتناک اثار رامنځته کړي چې د دې خوږې ژبې د کلتوري او تمدني بډاینې شاهدي ورکوي. له همدې امله، دا ژبه د افغانستان د خلکو د هویت، کلتور، او تاریخ یوه نه بېلېدونکې برخه ده. خو له بده مرغه نن، لکه څنګه چې د هېواد پر ټولو ویاړونو او کلتوري او تاریخي ارزښتونو برید روان دی، ازبکي ژبه هم په قصدي ډول څنډې ته شوې ده او دې ژبې ته پر مخ تللو لارې ډېرې تنګې شوې دي.
اوسنی واکمن ترهګریز ګروپ نه یوازې د هېواد د مدنیت او غني فرهنګ له ټولو نښانو سره دښمني کوي، بلکې د دوی په لهمنځه وړلو او تخریب کې یې تل هڅه کړې ده.
خو نېکمرغي داده چې د افغانستان د تمدن جوړونکو او لرغونو ژبو، په ځانګړې توګه د ازبکي خوږې ژبې شالید او عظمت دومره غني او ویاړمن دی چې نه یوازې د اوسني وحشي او بدوي ګروپ دښمني، بلکې هېڅ دښمن یې له منځه وړلو ته وس نه لري.
موږ یو ځل بیا د ازبکي خوږې ژبې د رسمي کېدو ورځ د افغانستان خلکو، په ځانګړې توګه د دې ژبې ویونکو ته مبارکي وایو. هیله لرو چې د افغانستان ټول وګړي د اتحاد او یووالي په ځواک دا توره او ظالمه دوره تر شا پرېږدي او ژر تر ژره د ټولو ژبو او هویتونو د بیا ځلیدو او د عدالت او آزادۍ د تحقق شاهدان واوسو.