جستجو
Close this search box.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د ترکیې د بولو ښار د کارتال کایا په سیمه کې د یوې ګرځندوی هوټل د اورلګېدنې د فاجعې په تړاو د دې شورا او د افغانستان د خلکو د ژورې غمرازۍ او خواخوږۍ مراتب د دوست او ورور هېواد، د ترکیې جمهوری دولت او ملت ته وړاندې کوي. په دې پېښه کې لږ تر لږه ۷۸ کسان خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

مقاومت شورا له لوی څښتن تعالی څخه د دې فاجعې قربانیانو ته د لوړ مقام دعا کوي، د ترکیې دولت، خلکو او د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر او ستر اجر غوښتنه کوي، او د دې پېښې ټپیانو ته د عاجلې او بشپړې روغتیا هیله څرګندوي.

د افغانستان او ترکیې خلک د تاریخ په اوږدو کې په خوښیو او غمونو کې د یو بل شریک پاتې شوي دي. بې له شکه دا غمجنه پېښه یوازې د ترکیې ملت پورې محدود نه ده، بلکې د افغانستان خلک هم له دې پېښې څخه سخت متأثر او غمجن شوي دي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا یو ځل بیا د دې دردونکې فاجعې له امله د دوست او ورور هېواد ترکیې دولت او شریف ملت او د قربانیانو کورنیو ته خپله خواخوږي او تسلیت وړاندې کوي، د قربانیانو لپاره د الله تعالی له دربار څخه د پراخ رحمت او مغفرت دعا کوي، او د ترکیې دولت او ملت ته د صبر او ثبات هیله څرګندوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟