جستجو
Close this search box.

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د ملي یووالي شهید، استاد عبدالعلي مزاري او د هغه د ملګرو د شهادت دیرشم تلین د افغانستان ویاړلي ولس، د هغه پلویانو او مینوالو ته تسلیت وايي او د ملي یووالي شهید او د استقلال، آزادۍ او عدالت د لارې ټولو شهیدانو یاد او خاطره درناوي کوي.

شهیدان د افغانستان د ویاړلې تاریخ د آسمان ځلانده ستوري دي، چې د استقلال، آزادۍ او والا او انساني او اسلامي ارزښتونو د ساتنې لپاره یې له قربانۍ او فداکارۍ سره، د نن او سبا نسلونو ته د حقیقت لار روښانه کړې ده.

د ملي یووالي شهید، استاد عبدالعلي مزاري یو له دې ځلانده ستوریو څخه و، چې د هېواد د معاصر تاریخ له ستر او اغېزناک شخصیتونو څخه ګڼل کیږي. استاد مزاري د سیاسي او ټولنیزو چارو په بهیر کې ارزښتناک رول ولوباوه. نوموړي د “سازمان نصر” تر چتر لاندې د ولسي ځواکونو تنظیم او وروسته د “وحدت اسلامي ګوند” له لارې، په ځانګړي ډول د هېواد په مرکزي سیمو کې، د شوروي اتحاد د یرغل پر وړاندې اساسي مبارزه وکړه.

د ملي یووالي شهید تل د افغانستان د ټولو خلکو، ښځو او نارینه‌وو، لپاره د حقوقي برابری غوښتونکی و او د هر ډول ظلم او تبعیض پر وړاندې یې مبارزه وکړه. استاد مزاري به تل د افغانستان د ټولو قومونو، سیاسي او ټولنیزو ډلو تر منځ پر یووالي ټینګار کاوه او باور یې درلود چې د هېواد دایمي سولې او ثبات ته د رسېدو یوازینۍ لاره دا ده چې ټول قومونه سره یو موټی شي، او د حذف او تبعیض پدیده د افغانستان له خاورې او سیاسي تاریخ څخه ختمه شي. استاد مزاري د شهادت وروسته، د افغانستان په تاریخ کې د عدالت لپاره د مبارزې، ملي یووالي، او د ټولو قومونو او ملتونو د اتحاد سمبول وپېژندل شو. له همدې امله، د افغانستان د ملي یووالي حکومت په ۲۰۱۶ کال کې هغه ته د “ملي یووالي شهید” لقب ورکړ.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د شهید مزاري د شهادت دیرشم تلین په داسې حال کې لمانځي، چې هېواد له څلور کلونو راهیسې د طالبانو د ډلې تر واک لاندې له ژور سیاسي، اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی. هغه پرمختګونه چې له ۲۰۰۱ کال وروسته د بشري حقونو، د ښځو حقونو، د بیان آزادۍ، او د رسنیو پراخوالي په برخه کې ترلاسه شوي وو، اوس له منځه تللي دي. د افغانستان اقتصاد سخت زیانمن شوی، چې له امله یې پراخ قحط او فقر رامنځته شوی. فقر، بیکاري، او دوامداره تاوتریخوالی میلیونونه افغانان دې ته اړ کړي چې خپلو کورونو پرېښودو ته مجبور شي او بهرنیو هېوادونو ته مهاجر شي. له بله پلوه، افغانستان د ترهګریزو ډلو لپاره خوندي پټنځای ګرځېدلی، او د طالبانو له خوا د پخواني جمهوریت دورې کارکوونکو او امنیتي ځواکونو ته زیات فشارونه وارد شوي دي. خپل‌سري نیونې، شکنجې، قتلونه، او په زندانونو کې د ښځو جنسي تېري خپل اوج ته رسېدلي دي. طالبان هڅه کوي د خپل بدوي او سخت‌دریځه برداشت له اسلام څخه، د افغانستان ټولنیز او کلتوري وضعیت بدل کړي. هر څومره چې د دې افراطي او ترهګریزې ډلې واک اوږدېږي، په هماغه اندازه د خلکو ترمنځ ګډ ژوند او زغم له ګواښ سره مخ کیږي.

شهید استاد عبدالعلي مزاري د هېواد د سیاسي او ټولنیزو تحولات، او د تاریخي بحران ریښو ته په ژور نظر سره باور درلود چې یوازینۍ حل‌لاره دا ده چې عدالت تامین شي، ملي یووالی ټینګ شي، او د افغانستان ټولنیز واقعیتونه په یوه پراخ، غیرمتمرکز فدرالي سیاسي سیستم کې ومنل شي. هغه سیاسي جوړښت چې ټول قومي، مذهبي، ژبني، کلتوري، او سیمه‌ییزې ډلې، د خپلو نفوسو او اغېز ساحې په تناسب، پکې عادلانه ونډه ولري.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا د استقلال او آزادۍ د لارې د شهیدانو ارمانونو ته ژمنه ده، او باور لري چې یوازې د یوه پرمختللي، آزاد، او عدالت‌محورې ټولنې په جوړولو سره کولی شو خپل هېواد له بحران څخه وباسو.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا یو ځل بیا د هېواد د ملیونونو شهیدانو، په ځانګړي ډول د ملي یووالي شهید، استاد عبدالعلي مزاري، د سولې شهید، استاد برهان‌الدین رباني، د ملي قهرمان، شهید احمدشاه مسعود، شهید جنرال عبدالرازق اڅکزی، شهید حاجي عبدالقدیر، شهید سید مصطفی کاظمي، شهید مطلب بیګ، شهید احمدخان سمنګانی، او د افغانستان د جهاد او مقاومت ټولو نومیالیو او بې‌نومه شهیدانو یاد ته درناوی کوي، او د دوی له آرمانونو سره بیا ژمنه تازه کوي.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
۱
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟