بسم الله الرحمن الرحیم
درنو، سرلوړو او باعزته هیوادوالو!
د افغانستان د تاریخ په بهیر کې، د ۱۳۵۷ کال د حوت ۲۴مې نېټې د هرات پېښه، چې ډېره خونړۍ، لړزونکي او ویجاړونکې وه، د افغانستان په تاریخ کې یوه مهمه واټن نقطه (نقطه عطف) ګڼل کېږي.
د همدې لپاره، د ۱۳۵۷ کال د حوت د ۲۴مې د هرات د خلکو پاڅون باید یوازې د مظلومو خلکو د ظلم، بېعدالتیو او ټولنیزو نابرابریو پر ضد یو احساساتي غبرګون ونه ګڼل شي. دا قیام یوازې د خلکو د دینی او انساني ارزښتونو پر پایمالېدو د یوې عاطفي چیغې په توګه نهشي تعبیرېدای، کوم چې د هغو مغرورو او بېپروا حاکمانو لخوا ترسره شو، چې د خلکو د دیني باورونو، کلتوري ارزښتونو، دودونو او تاریخي میراثونو ته یې هیڅ درناوی نه درلود.
بلکې دا پاڅون باید د تاریخ په اوږدو کې د ژور، پراخ او هراړخیز بدلون د پیل ټکی وګڼل شي، یو داسې بدلون چې د خلکو د ویښتیا، پوهې، ځان باوري، او ټولنیزو اړیکو او مناسباتو ته د نوې لیدلوري سبب شو. دا پیښه دومره ژورې ریښې لري چې په زغرده ویلای شو؛ د دې پاڅون اغېزې نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په سیمه او حتی نړۍ کې د یوې سترې انساني بیدارۍ لامل شوې.
له همدې امله، اړینه ده چې د افغانستان علمي او اکادمیک قشر د دې تاریخي پاڅون زدهکړیز اړخونه د یوې واټن نقطې (نقطه عطف) او تاریخي پیچلې مرحلې په توګه له بېلابېلو زاویو وڅېړي، تر څو د تاریخ عبرتناکې بڼه، د عبرت اخیستونکو انسانانو لپاره لا روښانه شي.
د افغانستان دژغورنی لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د ۱۳۵۷ کال د حوت د ۲۴مې د هرات د پاڅون د شهیدانو پاک روح ته د دعا او درناوي تر څنګ، یو ځل بیا طالبانو ته، چې د یوې سیمهییزې او نړیوالې توطئې پایله کې، د کورنیو خاینانو په همکارۍ، په ظالمانه او غاصبانه توګه د افغانستان د سرلوړو خلکو برخلیک یرغمل کړی، خبرداری ورکوي.
طالبان باید لږ تر لږه د افغانستان د وروستیو ۱۵۰ کلونو تاریخي بدلونونه په پام کې ونیسي، له ځانغوښتنې، جاهلانه غرور، او د قدرت له خیالي تصور لاس واخلي، او د افغانستان د ټولنې عیني واقعیتونه، د نړیوالې ټولنې غړیتوب ته ژمنتیا، او د اقتصادي، کلتوري پرمختګ او د خلکو د هوساینې لپاره اړین ګامونه درک کړي.
دا شورا ټینګار کوي چې طالبان باید د نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ، د ملي او نړیوالو خبرو اترو لپاره زمینه برابره کړي، ترڅو په افغانستان کې یو پراخ بنسټه، قانونمند، او ټولشموله سیاسي نظام رامنځته شي. داسې یو نظام چې مشران یې د خلکو له ارادې، د وړتیا له اصل، او د ازادو انتخاباتو له لارې وټاکل شي.
همداراز، د افغانستان د ملي ګټو او د یوه پرمختللي او سمسور هېواد لپاره، باید د ټولو اتباعو بشري او اساسي حقونه، پرته له قومي، مذهبي، سیاسي، یا جنسي توپیرونو، وپېژني. د بیان ازادي، چې د هر پرمختللي او ژوندی ملت اړتیا ده، باید خوندي شي، او د نجونو او ښځو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.
شک نشته چې استبداد، انحصار، تبعیض، او د خلکو له صحنې څنډې ته کول، یوازې د حکومت پر وړاندې د خلکو بېباوري زیاتوي، د حاکمیت بنسټونه کمزوري کوي، او ټولیز بغاوت ته لاره هواروي. پایله دا ده چې دا ډول کړنې د حکومتونو د خپل ځانویجاړۍ بهیر ګړندی کوي، ځکه د خلکو د زغم کچه یو وخت پای ته رسېږي.
په پای کی ، د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، یو ځل بیا د ازادۍ د لارې شهیدانو، په ځانګړي ډول د ۱۳۵۷ کال د حوت د ۲۴مې د هرات د پاڅون شهیدانو پاک روح ته درناوی وړاندې کوي.
دا شورا، د آزادی دلاری د هغو پاکو مفکرینو مبارزینو څخه الهام اخیستل، د ازادۍ، عدالت، او د خلکو د اساسي حقونو د اعادې په لاره کې خپل تعهد تازه کوي، او خپلې مشروعې ملي مبارزې ته تر هغه وخته دوام ورکوي، څو د شهیدانو موخې، چې هغه سمسور، ازاد، او له عادلانه سیاسي نظام څخه برخمن افغانستان دی، ترلاسه شي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا