د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت شورا، په اسلامي جمهوریت پاکستان کې د “جعفر اکسپرس” مسافر وړونکي اورګاډي پر ضد تروریستي برید، چې په پایله کې یې یو شمېر ملکي وګړي شهیدان شوي دي، په کلکه غندي.
تروریزم یوه مرګونې ناروغي ده چې بشریت، په ځانګړې توګه په وروستیو پېړیو کې، ورسره مخامخ دی او له دې امله یې درانه تاوانونه ګاللي دي.
افغانستان نږدې نیمه لسیزه کېږي چې د افراطي طالباني ډلې د تروریستي کړنو قرباني دی. په دې موده کې ګڼ شمېر ملکي وګړي، چې ښځې، ماشومان، مشران، د هېواد د رسنیو د ټولنې غړي، علما، ملي شخصیتونه، نخبه کسان او د پوهنتونونو کادرونه پکې شامل دي، د طالبانو د ړندو تروریستي لاسونو او ځانمرګو بریدونو له لارې ترور شوي دي.
زموږ له نظره، تروریزم یوه شومه پدیده ده چې د بېلابېلو هېوادونو د وګړو امنیت او سلامت ته ګواښ پېښوي. د دهغی دمنځه وړل د نړیوالې ټولنې مسئولیت ګڼل کېږي او اړتیا ده چې د لنډمهالو تګلارو او سلیقوي چلند څخه لیرې ، په بېلابېلو کچو کې همغږي رامنځته شي او د نړیوالې او سیمهییزې ټولنې له لوري ګډ عملي اقدامات وشي.
زموږ په باور، له تروریزم سره سلیقوي او ابزاري چلند د هېڅ هېواد په ګټه نه دی. د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت شورا تل په دې اړه خبرداری ورکړی او ټینګار یې کړی چې د دې شومې پدیدې د له منځه وړلو لپاره نړیوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو ته پکار دي چې له یوې روښانه پالیسۍ سره، لازمې همغږۍ رامنځته کړي او مناسب، عملي او اغېزناک اقدامات ترسره کړي.
د یوې مبهمې نړیوالې او سیمهییزې دسیسې په پایله کې افغانستان افراطي طالباني ډلې ته وسپارل شو، چې له بده مرغه، د تروریزم وده او په هېواد کې د سیمهییزو او نړیوالو تروریستي ډلو د ازاد فعالیت زمینه یې پراخه کړه. دا مسئله د افغانستان د خلکو امنیت او سلامت، او د سیمې هېوادونو ثبات ته جدي ګواښ پېښوي، چې حل یې د سیمې هېوادونو او د افغانستان سیاسي ټولنې لپاره یوه مهمه اړتیا بلل کېږي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره ملي مقاومت شورا، د دې تروریستي برید د قربانیانو له کورنیو او د پاکستان له خلکو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.