بسم الله الرحمن الرحیم
ګرانو هیوادوالو، درنو وروڼو او خویندو!
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د قربانۍ د اختر (عيد سعيد قربان) رارسېدل چې د لوی خدای ج په حضور کې د فداکارۍ او تسلیمۍ، او د نفس له ځان غوښتنې او چټلتیا څخه د آزادۍ نښه ده، ټولو مسلمانانو ته، په ځانګړي ډول تاسو درنو، صابرو او باعزته هیوادوالو ته، مبارکي او نېکې هیلې وړاندې کوي.
موږ له لوی څښتن تعالی نه غوښتنه کوو چې په خپل لطف او رحمت سره زموږ له هېواد څخه د افراطیت، کرکې، ترهګرۍ او وېرې ريښه وباسي، او د زغم، یو بل منلو او حوصلهمندۍ د روحیې د پراخېدو په سیوري کې موږ ته عادلانه او دوامداره سوله راوبښي، څو بیا هېڅ یو افغان ماشوم په وینو کې ونه لمبوي، یتیم نه شي، او زموږ هېوادوال د پردیو هېوادونو بېعزته کډوال نه وي.
ګرانو وروڼو او خویندو!
څلور کاله تېرېږي چې د طالبانو ډلې زموږ د هېواد پر برخلیک واکمن شوي دي. په دې موده کې موږ د ډېرو کړاوونو شاهدان یو، لکه د نجونو او ښځو له کار کولو او په ټولنه کې له ګډون کولو څخه محرومیت، د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړل، او په پای کې د خلکو د انساني کرامت د مقام له الهي خليفهتوب څخه تر غلامۍ او رعیتۍ پورې ښکته راوستل.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، چې یو پراخ سیاسي چتر دی، د قربانۍ د اختر له دې مناسبته په ګټې اخیستنې سره، لاندې ټکي له تاسو سره شریکوي:
– دا د مننې وړ ده چې نړيوالې ټولنې، په ځانګړي ډول ګاونډي هېوادونو او سيمهييزو او له سيمې څخه بهر قدرتونو تر اوسه د طالبانو د غاصبانه واکمنۍ رسميت نه دی پېژندلی؛ خو له بده مرغه، له دغې ډلې سره د اقتصادي او سياسي اړيکو پراختيا، چې يوازې د طالبانو د پياوړتيا او ټينګښت او د خلکو د پراخو بشري حقونو د نقض له سترګو پټولو لامل ګرځي، د خواشينۍ وړ بولي.
– د نږدې او لرې هېوادونو د ديپلوماټيکو او امنيتي چارواکو له خوا څو څو ځله دا اندېښنه څرګنده شوې چې د افغانستان له خاورې څخه د امنیتي ګواښونو کچه لوړه شوې ده، چې دا هر څه د طالبانو له لوري د سيمهييزو او نړيوالو ترهګريزو ډلو د پناه، روزنې او مالي ملاتړ پايله ده؛ خو له دې سره سره، دوی په عملي سیاست کې لا هم له طالبانو سره د تعامل لاره خپله کړې ده. د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، پخوا هم څو ځله د سيمې هېوادونو او نړيوالو قدرتونو له طالبانو سره د تعامل د تګلارې پر وړاندې خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې، او یو ځل بیا د دې ستراتېژۍ د خطرناکو پايلو په اړه خپل جدي اندېښنه بیانوي.
– د ملي مقاومت عالي شورا له هغو هېوادونو څخه، چې د افغانستان د مهاجرو کوربهتوب کوي، په ځانګړي ډول له اسلامي جمهوري ايران او پاکستان څخه چې نږدې پنځوس کاله يې د خپلو مذهبي وروڼو پناه غوښتونکو ته پناه ورکړې، غوښتنه کوي چې د افغانستان د ناوړه وضعيت په پام کې نيولو سره، د مهاجرو د بېرته ستنولو په پالیسۍ کې له سره کتنه وکړي، ځکه چې افغانستان دا مهال نه يو مسؤل، ژمن او مشروع حکومت د هېواد دننه او نه هم په نړيواله کچه لری.
– د ملي مقاومت عالي شورا له نړيوالې ټولنې او نړيوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو چې د افغانستان په قضيه کې ښکېل دي، غوښتنه کوي چې جدي ګامونه پورته کړي، تر څو د داسې بينالافغاني خبرو اترو زمينه برابره شي چې د يو داسې ټولشموله حکومت د جوړېدو لامل وګرځي، چې د ټولو ښاريانو د مساوي حقونو، نړيوالو معاهدو او کنوانسيونونو پابند وي.
– د افغانستان د تېرو څو لسیزو د تحولاتو تجربه په څرګنده توګه ښيي چې د افغانستان ولس هېڅکله د یو قومي او ایډیولوژیکې ډلې واکمني، چې د انحصار غوښتنې، ښکاره او سیستماتیکې تبعیض ته لاره پرانیزي، نه مني. له همدې امله، ملي ګټې دا ایجابوي چې د هېواد ټول قومي ګروپونه، سیاسي جریانونه او خوځښتونه باید په ګډه د یوه داسې عادلانه او ټولشموله سیاسي جوړښت لپاره کار وکړي چې پر قانون ولاړ وي او د دموکراتیکو ټاکنو له لارې رامنځته شي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا، د آزادۍ، عزت او د هېواد د بشپړتیا په لار کې د شهیدانو پاکو ارواحو ته د دعا په ترڅ کې، له لوی خدایه دا غوښتنه کوي چې د مبارک لوی اختر په برکت زموږ خلکو ته یوه عادلانه او تلپاتې سوله د اختر د ډالۍ په توګه نصیب کړي.
و ما توفیقی الا بالله علیه توکلت و الیه انیب