د محرم د لسمې، د عاشورا د ستر حماسې او د حضرت سید الشهداء امام حسین (ع) او د هغه د وفادارو یارانو د شهادت د کلیزې له را رسېدو سره، د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا دا غمجن او الهامبښونکی ورځ د افغانستان مظلوم او مقاوم ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته تسلیت او تعزیت وړاندې کوي.
عاشورا هغه ورځ ده چې پکې حق د باطل په وړاندې ودرېد او وینه پر توره بریالۍ شوه. د امام حسین (ع) قیام موږ ته دا درس راکوي چې د ظلم او استبداد پر وړاندې باید چوپ پاتې نه شو، او د الهي ارزښتونو او انساني کرامت د دفاع لپاره باید له خپل ځان تېر شو.
له بده مرغه، د افغانستان خلک لا هم له ناامنۍ، فقر، جبري مهاجرت، او پراخو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي. د افغانستان اوسنی حالت ښيي چې د عاشورا پیغام یوازې تاریخي خاطره نه ده، بلکې هر وخت او هر ځای د ظلم پر ضد مبارزې او د مظلومانو د ملاتړ لپاره ژوندی الګو کېدلی شي. نن تر هر وخت ډېر موږ د یووالي، همغږۍ، او د عدالت او حقیقت پر لاره د درېدلو روحیې ته اړتیا لرو.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت عالي شورا له ټولو مسلمانانو، نړیوالو بنسټونو او اسلامي هېوادونو غوښتنه کوي چې د افغانستان د خلکو تر څنګ ودرېږي او د بحرانونو د ختمولو، د خلکو د اساسي حقونو د تامین، او د دوامدارې سولې او امنیت د ټينګښت لپاره صادقانه او مسؤلانه هڅې وکړي.
هیله لرو چې د عاشورا له ښوونو څخه په ګټې اخیستنې، اسلامي نړۍ د حقیقي یووالي او ورورولۍ پر لور حرکت وکړي، او ګران افغانستان مو د ظلم او تاوتریخوالي له چنګال خلاص شي، او زموږ زړور ولس ته د عدالت، آرامۍ او هوساینې ورځ راورسیږي.