جستجو
Close this search box.

له بده مرغه چې اسلامي نړۍ خپل یو تکړه عالم، مشهور فقیه، تکړه لیکوال شیخ یوسف قرضاوي له لاسه ورکړ.

شیخ قرضاوي په اسلامي نړۍ کې ډېر شهرت درلود. په دیني ډګر کې د ارزښتناکو اثارو او څیړنو په لیکلو او رامنځته کولو سره یې د دیني اعتدال په معرفي او خپراوي کې ډیر ارزښتناک رول لوبولی دی.

که څه هم هغه د معلوماتو په نشتوالي کې د افغانستان د مسايلو په اړه رښتيني نظر نه درلود، خو د مذهبي افراطيت د ترويج په مخنيوي او په اسلام کې د اعتدال په رامنځته کولو کې يې له رول څخه انکار نه شي کېداى.

د شیخ یوسف اثار زموږ په ټولنه کې پیژندل شوي او په پراخه کچه لوستل شوي کتابونه دي او د هغه نوم او اثار د افغانستان په خلکو کې د پام وړ شهرت درلود.

د شیخ یوسف قرضاوي په وفات سره اسلامي نړۍ خپل یو ستر استعداد، یو تکړه لیکوال او دیني عالم له لاسه ورکړ، چې ځای به یې د نورو استعدادونو په څیر تش پاتې وي.

د افغانستان د ژغورنې ملي شورا د دغه هوښيار شخصیت د مړینې په مناسبت د مصر او قطر دولت او خلکو، د نجیب کورنۍ، د هغه پلویانو او مینه والو ته د خپلې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟