جستجو
Close this search box.
Mula Pirum Qul Ziaye

بسم الله الرحمن الرحیم

 

د افغانستان د ژغورنی لپاره د ملی مقاومت شورا د جهاد او مقاومت له سترو قوماندانانو څخه د قومندان پيرمګل ضیايي د شهادت د دریم تلین په مناسبت خپله خواشیني څرګندوي او د هغه یاد ته درناوی کوي.

 

قوماندان پيرمقل ضيايي د افغان ولس د سپيڅلي جهاد له پيله تر ننه پورې مبارزه کړې او په دې لاره کې يې خپل مسووليت په پوره مېړانه او سرښندنې سرته رسولی.او له هغه وخت څخه د مقاومت تر دورې پورې یې په میړانه او شجاعت د افغان ولس د دښمنانو پر وړاندې مبارزه کی ودرېدی.

هغه یو زړور، ثابت او په ځان باوری مجاهد و چې د هیواد او خلکو په دفاع کې یې د هیڅ ډول سرښندنی نه دریغ ونکړی.

 

ښاغلي ضيايي په ملي شورا کې د خلکو د استازي په توګه هم ډېرې هلې ځلې وکړې او په سياسي ډګر کې يې د افغانستان په اسلامي جمعيت کې د يوه لوړ پوړي او وتلي قوماندان او په اسلامي ملی جنبش ګوند کې د مرستيال په توګه رول ولوبوه. او طالبانو ته د هیواد د سپارلو په ورځو کې د طالبانو په وړاندې د مبارزې په لیکه کې ودریدئ او د خپلو خلکو او هیواد په دفاع کې یې خپل سرونه قربان کړل چې تاریخ او زموږ خلک به یی هیڅکله هیر نکړي.

 

یو ځل بیا د هغه د کار، مبارزو او سرښندنو د یادولو په ترڅ کې د هغه روح ته د تسلیت او د هغه یاد ته د درناوي هیله کوو، د مجاهدینو او مقاومت مبارزینو او د هغه محترمې کورنۍ ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

باز کردن چت
1
ارتباط از طریق واتس اپ
Scan the code
سلام
چگونه می توانم کمک کنم؟